افغانستان

اسناد: د کابل تر سقوط وړاندې د افغانستان مرکزي بانک زیرمه وچه شوې وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۰ل): رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان مرکزي بانک اسعاري زیرمې د طالبانو تر راتګ څو اونۍ وړاندې ختمې شوې وې.

رویټرز هغه محرم راپور ته چې نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق (IMF) لپاره لیکل شوی دی، لاسته راوړی دی. په دغه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان بانک اسعاري زیرمې د طالبانو تر راتګ وړاندې له کمښت سره مخې وې.

دغه محرم راپور د افغانستان بانک پخواني چارواکو باندې له دې کبله نیوکې کړي چې د افغانستان بانک ډيرې اسعاري زیرمې يې لیلام کړي دي‎.

په راپور کې راغلي دي چې د افغانستان بانک بهرنۍ اسعاري زیرمې له منځه تللې او مرکزي بانک نشي کولای چې د پیسو غوښتنې پوره کړي. «د ستونزو لویه سرچېنه د کابل د طالبانو تر راتګ وړاندې په مرکزي بانک کې ناسم مدیریت دی».

خو د افغانستان بانک د حسابرسۍ کميټې رئیس شاه محرابي چې د طالبانو تر راتګ وړاندې هم په دغه بست کار ته دوام ورکوي د افغانستان بانک له خوا مارکيټ د ډالرو عرضه کولو دفاع کړې او ویلي يې دي چې دوی مارکېټ کې د افغانۍ زیاتیدو مخه نیوله.

راپور کاږي چې د طالبانو تر راتګ وړاندې هم د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخ و، خو د طالبانو تر راتګ وروسته میلیاردونو بهرنۍ مرستې ناڅاپي بندې شوې چې دغې چارې افغانستان په یو ژور بحران کې پرېښود.

رويټرز خبري اژانس د راپور پر اساسا د تېر حکومت پر مهال د افغانستان بانک ته په هرو ۳ میاشتو کې ۲۴۹ میلیونه ډالر عرضه کیدل چې د دغه بانک په زیرمو او ارګ کې به ساتل کیدل.

د یوه راپور پر اساس د افغانستان بانک د جون د میاشتې د لومړۍ نېټې تر ۱۵ د اګست پورې یو نیم میلیارد ډالر لیلام کړي ول.
همدا راز د اګست تر ۱۵مې د افغانستان بانک د تجارتي بانکونو ۷۰۰ میلیونه ډالر او ۵۰ میلیارده افغانیو بقایا داره و او د ډالرو لیلام د خزانې په خالي کولو کې لوی فکتور و.

خو محرابي وايي چې دوی د یو نیم میلیارد ډالرو د لیلام اعلان کړی و خو په دغه موده کې یواځې ۷۱۴ میلیونه ډالر خرڅ شوي وو. هغه زیاته کړې چې ډالر د دې لپاره لیلام ته وړاندې کیدل څو افغانۍ ارزښت وساتي.

افغانستان ته د ډالرو دغه راتګ اوس بند شوی دی او امریکا د افغانستان بانک اسعاري زیرمې چې ددغه هیواد په بانکونو کې ساتل شوي دي کنګل کړي دي.

ډالر ورک دي؟

رويټرز خبري اژانس وايي چې په دغه راپور د مرکزي بانک هغه اقدام هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی چې له مخې یې د افغانستان بانک ولایتي څانګو ته اسعاري زیرمې انتقال شوې.

په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۰ز کال تر پایه پورې د افغانستان بانک په ولایتي څانګو کې ۲۰۲ میلیونه ډالر ایښودل شوي وو چې په ۲۰۱۹ز کال کې دغه مبلغ محض ۱۲.۹ میلیونه ډالر و او دغه مبلغ بېرته کابل ته نه دی انتقال شوی.

په راپور کې راغلي چې د ولایتي څانګو څخه پیسې غلا شوي دي. محرابي هم منلې چې د افغانستان بانک د درې څانګو څخه د پیسو د غلا واقعاتو په اړه تحقیقات کوي.

رویټرز خبري اژانس د افغانستان بانک پخواني سرپرست رئیس اجمل احمدي سره په دې رابطه اړیکه ټينګه کړې خو هغه ورته ځواب نه دی ویلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط امارت اسلامي مخکې له دې چې ناوخته سې ، هم دا اوس اوس د افغانستان بانک د ريس ، افغانستان بانک مرستيال ، اجرئيه هئيت ، مشاورينو، ماليي وزير ، ماليي وزارت مرستيالانو ، د افغانستان بانک هئیت عامل …. او اشرف غني په وړاندې دعوه درج او ديو متخصص نړيوال هئيت له لارې ترې پوښتنې وسې . دافغانستان بانک ورځنۍ ژورنال او بلانس دې وڅيړل سې . دا څيړنه دې د ۲۰۱۷ کال د ډيسمبر د ۳۱ څخه پيل او تر ۲۰۲۱ د اوګسټ تر ۱۵ پوري تعقيب سې . هم دا رنګه د… نور لوستل »

محمد

اين موضوع پول قاغذى خيلى مهم است منشاء همه گدودى از چاپ نمودن پول قاغذى و استفاده آن آغاز ميگردد. در قدم اول پول محلى هر مملكت خون مردم ملك خود را ميمكد و پول دالر كه بين المللى است در نهايت همه ره ميبلعد. چاپ نمودن و استعمال نمودن پول قاغذى به بهانه داشتن پشتوانه خودش يك قدم غلط و دوپه گرى است كه باعث تباهى نظام اقتصادى و از بين رفتن ثروت مردم عام ميشود. اين سيستم بر اساس يك بنياد غلط بناء شده كه حتما بايد به زوال برود و دوباره تهداب اقتصادى درست گذاشته شود وگرنه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x