ورزش

چمپینز لیګ: د رونالډو وروستۍ دقیقې ګټونکی ګول او د برسلونا کلب تاریخي ماتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ فوټبال دوهمې اونۍ سیالیو په جریان کې کریستیانو رونالډو د خپلې لوبډلې په ګټه په وروستۍ دقیقه کې ګټونکی ګول راوړ چې لوبډلې ته یې مهمه بریا ورکړه، په داسې حال کې چې برسلونا لوبډلې د پرتګالي کلب بینفیکا پر وړاندې تاریخي ماتې وخوړه.

هسپانوي کلب ویاریال لوبډلې چې له دې وړاندې یې د تېر سیزن په یوروپا لیګ پایلوبه کې مانچسټر یونیټډ ته پایلوبه کې ماتې ورکړې وه، د خپلې سیال لوبډلې له لوري په وروستۍ دقیقه کې په ۲-۱ ماته شوه.

رونالډو چې په چمپينز لیګ کې یې خپله ۱۷۸مه سیالي ترسره کوله، د مانچسټر یونیټډ په کوربه لوبغالي اولډ ترافورد کې د ویاریال پر وړاندې لوبې په اضافي وخت ۹۵مه دقیقه کې ګټونکی ګول راوړ. هغه په دې لوبو کې تر ټولو زیاتې ۱۷۸ لوبې کړي او تر ټولو زیات ۱۳۶ ګولونه یې راوړې دي.

بل لوري ته د برسلونا د ماتو تسلسل د روزونکي رونالډ کومان راتلونکی له ستونزو سره مخ کړی، چې د پرتګالۍ لوبډلې بینفیکا پر وړاندې یې په ۳-۰ ماتې ومنله.

د رونالډ کومان لوبډلې چې له دې وړاندې یې د چمپنیز لیګ په لومړۍ لوبه کې د بایرن مونشن لوبډلې څخه په ۳-۰ ماتې خوړلې وه، اوس باید د ډینامو کیف لوبډلې پر وړاندې لږ تر لږه دواړه لوبو کې بریا خپله کړي تر څو دوهم پړاو ته یې د لار موندلو هیلې ډیرې شي.

دغه راز د اروپا اتلانو لیګ دوهمې اونۍ لوبو کې ریال مدرید د شیریف لوبډلې څخه حیرانونکې ماتې ومنله، دغه لوبه کې شیریف لوبډلې په ۸۹مه دقیقه کې ګټونکی ګول راوړ او ریال مدرید یې د ستونزو سره مخ کړ.

ددې سربېره د میسي لوبډلې پاریس سان جرمان د مانچسټر سیټي لوبډلې ته په ۲-۰ ماتې ورکړه، دغه لوبه کې میسي د پاریس لوبډلې لپاره لومړی په زړه پورې ګول وواهه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx