نړۍ

پښتونخوا: دیر کې د شیرپاو د ګوند یو مشر پر حجره برید شوی، ۶ مړه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۷مه ۱۳۹۳ل): د خیبرپښتونخوا ایالت کوز دیر ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسلوالو ددغه ایالت د شورا پخواني غړي بخت بیدار په حجرې برید کړی.

پولیس وايي چې په برید کې د یو پولیس په شمول ۶ تنه وژل شوي.

امنیتي چارواکي وايي چې بېګا شپه ناوخته څو تنو وسلوالو په ترناو سیمه کې د

بخت بیدار په کور برید وکړ. په برید کې د نوموړي ورور اسحاق، د جومات امام قاري کفایت، یو پولیس او درې میلمانه و وژل شول.

پولیس زیاتوي چې له برید وروسته یې د وسلوالو لټون پیل کړی خو تر دې مهاله یې څوک نه دي نیولي.

بخت بیدار د خیبرپښتونخوا د ایالالتي شورا پخوانی غړی و او د قومي وطن ګوند د سر سړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x