
افغانستان
رئیس الوزرا امر کړی چې هيڅوک به د چا شخصي کورونو او شرکتونو ته نه داخلیږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۰ل): افغان رئیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند امر کړی دی چې هيڅوک به د چا شخصي کورونو او شرکتونو ته نه داخلیږي.
دغه حکم چې د تلې د میاشتې په ۷مه نېټه د ریاست الوزرا له دفتره صادر شوی دی شخصي کورونو او شرکتونو ته د داخلیدو په کلکه منع شوی دې ده.
د رئیس الوزرا په حکم کې راغلي دي چې «هیڅ چاته اجازه نشته چې کابل ښار او مربوطاتو کې د نقلیه وسائطو او وسائلو د پلټنې په بهانه کورونو او شرکتونو ته داخل شي او له هغه ځایه وسائط او یا وسائل له ځان سره انتقال کړي».
د رئیس الوزار حکم په داسې حال صادریږي چې د کابل او ځينو ولایتونو څخه داسې راپورونه ورکړل شول چې ټيټ پوړي امنیتي مسو ولین د پخوانیو چارواکو کورونو پلټنې ته ورغلي او له ځينو یې شخصي موټر هم وړي دي.