
هرات کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یو تن د ژغورلو خبر ورکوي.
ژغورل شوی کس حامد نومیږي چې د هرات ښار د «بکرآباد» اوسېدونکی او درې ورځې مخکې د کروخ ولسوالۍ له «مجغندک» سیمې څخه تر تښتولو وروسته د کشک رباط سنګي ولسوالۍ ته وړل شوی ؤ.
د هرات ولایت د رسنیو مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی ځوان د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د ځواکونو لخوا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تښتوونکي د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي چې د کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا یې د پیدا کولو او نیولو هڅې روانې دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز د لویدیځې حوزې د جلب او جذب مسئول مولوي غلام حیدر شهامت لخوا طالبانو ته امر شوی چې پر غلو، اختطافګرو او د نظم اخلالوونکو باید رحم ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په پیل کې د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو د څلورو اختطافګرو جسدونه د هرات ښار په مرکزي چوک کې د عامو خلکو ترمخه وځړول، کوم کار چې د خلکو لخوا یې پراخ هرکلی وشو او د غلو او اختطافګرو د مخینوي لپاره یې ګټور وبللو.