ورزش

استرالیا به روانه اونۍ افغانستان سره یوازینی ټیسټ رسما لغوه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۰ل): استرالیا د افغانستان لوبډلې پر وړاندې هغه یوازینۍ ټیسټ لوبه چې په نومبر میاشت کې ترسره کېدونکې وه روانه اونۍ لغوه کړي.

د استرالیا کرکټ بورډ له دې وړاندې چې د افغانستان کرکټ راتلونکي په اړه د کرکټ نړیواله شورا پریکړه وکړي، د ټیسټ لوبې په اړه پریکړه کړې او روانه اونۍ به یې رسما لغوه اعلان کړي.

د یاد کرکټ بورډ اجرائیویه مشر د سپتمبر په ۹مه رسنیو ته ویلي وو، که د اوسنۍ میډیا راپورونه چې د افغانستان حکومت په اړه وایي چې ښځو ته په کرکټ کې ځای نه ورکوي رښتیا ثابت شي، دوی له دې پرته چې افغانستان سره دغه لوبه لغوه کړي بله لار نه لري.

د استرالیا کرکټ یوه لوړپوړي چارواکي دامنیک باکر د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته منلې چې دغه ټیسټ نه ترسره کیږي، او روانه اونۍ به یې د رسما لغوه کولو پریکړه وشي.

له دې وړاندې د استرالیا ټيسټ لوبډلې مشر ټیم پين د افغانستان کرکټ په اړه خپلسرۍ څرګندونې کړې وې چې د ښځو کرکټ په نه شتون کې باید افغانستان له نړیوال جام څخه وویستل شي.

په افغانستان کې د ښځو کرکټ په اړه که څه هم طالبانو رسما فرمان نه دی صادر کړی، خو د فرهنګ او کلتور وزارت مرستیال احمد الله وثیق ویلي چې هېواد کې د ښځو کرکټ ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې نړیوالې میډیا د افغانستان کرکټ په خطر کې باله، خو وروسته پخواني اجرائيوي مشر حامد شینواري ویلي وو چې دوی لا په دې اړه تصمیم نه دی نېولی، خو یادونه یې کړې وه چې د افغاني کلتور سره سم به افغانستان کې ښڅې کرکټ ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx