افغانستان

پاکستان: کابينې د تورخم «ګيټ پاس» د ختمولو امر کړی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۰ل): پاکستاني چارواکي وايي د پاکستان مرکزي حکومت کابینې د تورخم «ګیټ پاس» د ختمولو پریکړه کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر مشاور شهزاد ارباب په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې کابینې په تورخم د غیرقانوني پیسو اخیستلو مسئلې ته په پام دغه پریکړه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې لومړي وزیر عمران خان امر وکړ چې هغه افغانانو ته چې د پاکستان ویزې لري پاکستان ته داخلیدو اجازه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت محدود شمېر ګيټ پاس چې له مخې يې مسافر کولای شي د تورخم له لارې پاکستان ته داخل شي، هغه افغانانو ته ورکولو چې د نورو هیوادونو ویزې یې درلودلې.

خو په ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه خپاره شول چې د یو ګيټ پاس لپاره پاکستاني چارواکو له افغانانو له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې ډالر اخیستل. همدا راز ځینې مسافر به له رسمي ګيټ پاس سره سره پاکستان ته داخلیدو لپاره نه پرېښودل کیدل.

د تورخم لاره چې ننګرهار ولایت د قبایلي سیمې خیبرایجنسۍ سره نښلوي د تېرو څلورو میاشتو راهیسې پاکستان لوري د دوه طرفه تګ راتګ لپاره بنده کړې ده.

اوسمهال یواځې افغانان کولای شي چې له پاکستان څخه افغانستان او له پاکستاني اتباع له افغانستان څخه پاکستان ته داخل شي.

همدا راز تجارتي او ترانزیتي موټر هم د تورخم له  لارې مالونه پاکستان او افغانستان ته وړلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

د پاکستان په حکومت هیڅ باور نشته، دوی تر اوسه د افغانستان د خلکو سره په هیڅ وعده وفا نده کړی او همیشه دوی د فرست په لټه که دی او زمونژ خلک تر خوژ ګوته نیسی. که پاکستان که واقعا ښه ګاونډی توب کوی، زمونژ تجارت ته مشکل نه جوړوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx