ورزش

د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس هم استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیه مشر وسیم خان د نیوزیلاند او انګلستان له لوري د کرکټ سیریزونو له لغوه کولو دوه اونۍ وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.

د پاکستان کرکټ بورډ د وسیم خان استعفا منلې خو لامل یې نه دی په ډاګه کړی، په داسې حال کې چې د نوموړي په تړون کې لا څلور میاشتې وخت پاتې دی، خو ویلي دي چې دوی «مسله په پام کې نیسي».

دا په تېره یوه میاشت کې د پاکستان کرکټ بورډ درېم لوړپوړی چارواکی دی چې له خپلې دندې استعفا کوي، له دې وړاندې مصباح الحق او وقار یونس د روزونکو په حیث له دندې استعفا کړې وه. دا په داسې حال کې چې د کرکټ شل اوریز جام ته له یوې میاشتې کم وخت پاتې دی.

وسیم خان چې د انګلستان تابعیت لرونکی پاکستانی دی، پر پاکستان کرکټ مثبت اغیز درلود او یو شمېر نړیوالې لوبډلو د نوموړي په دوره کې پاکستان ته سفر وکړ، خو د نیوزیلاند او انګلستان لوبډلو وروستۍ پریکړو د نوموړي دنده له خطر سره مخ کړې وه.

دوه اونۍ وړاندې د نیوزیلاند لوبډلې چې ۱۸ کاله وروسته په لومړي ځل پاکستان ته د سیالیو لپاره تللې وه، په ناڅاپي ډول د امنیتي وضعیت له کبله دغه سیریز لغوه کړ او ژر تر ژره له دغه هېواده ووتله.

د نیوزیلاند له غیر مسئولانه پریکړې څو ورځې وروسته انګلستان کرکټ بورډ هم د کوربه پاکستان پر وړاندې د راتلونکې میاشتې د دوه شل اوریزو سیریز لغوه اعلان کړ. دغو پریکړو یو ځل بیا د پاکستان کرکټ هغه کلونو ته ورساوه چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري پرې بندیز لګېدلی و.

په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې پر سریلانکا لوبډلې ترهګریز برید شوی و چې یو شمېر لوبغاړي په کې ټپيان شوي وو، له هغه وروسته نړیوال کرکټ له پاکستان سره مخه ښه وکړه. خو له ۲۰۱۷م کال راوروسته دغه هېواد کې د پاکستان سوپر لیګ په مرسته یو ځل بیا نړیوالې لوبې پېل شوې چې اوس یو ځل بیا سخته صدمه وروسېده.

په پاکستان کرکټ بورډ کې یو شمېر بدلونونه هغه مهال رامنځته شول چې پخوانی لوبډلمشر رمیز راجه د یاد کرکټ بورډ د عمومي مدیر په حیث وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx