افغانستان

الله ګل مجاهد خوشې شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۰ل): په ولسي جرګه کې د کابل پخوانی استازی الله ګل مجاهد له یوه لنډ توقیف وروسته امنیتي ځواکونو بېرته خوشې کړی دی.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچېنې وویل چې الله ګل مجاهد په یوه حقوقي مسئله کې او په امنیتي ځواکونو ډزو له کبله نیولی دی.

پژواک ته ځينو سرچېنو ویلي چې د الله ګل مجاهد کور تېره شپه امنیتي ځواکونو محاصره کړی و او وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې د الله ګل مجاهد ځينې عکسونه هم خپاره شول چې د نوموړي لاسونه تړل شوي وي او رینجر موټر کې کینول شوی وي.

نن ټکی اسیا ته د ۱۹مې ناحیې اړوند امنیتي مسوولینو ویلي چې الله ګل مجاهد یې د لنډ توقیف وروسته خوشې کړی دی.

د الله ګل مجاهد وروره رحیم الله مجاهد هم رسنیو ته ویلي چې تره يې د ناسم ادعا له کبله نیول شوی و چې اوس خوشې شوی دی او کور کې دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تعزیر، افراط او اقتصادی کړکیچونه هغه عوامل دی چی ډیر ژر به د طالبانو رژیم مخ په ختمیدو روان کړی. د طالب واکمنی کی د خلکو بیا بالخصوص د پخوانیو مجاهدینو، مخورو د پوهنتون د استادانو حرمت تر پښولاندی کیږی او خلک د یو څو نااهله طالبانو لخوا بی عزته کیږی لاسونه یی تر شا تړل کیږی بیا یی بیرته را خوشې کوی آیا دا بی عزتی نده؟ سړی قوم لری، تربر لری پښتون ده سیال و شریک لری. طالبان دی باید داسی مسایلو ته ډیر زیاد متوجه ووسی. تکبر غرور مسلمان سره نښکایی. همداسی چاپی پخوانی حکومت هم اچولی… نور لوستل »

طاهر ثابت

خبر نه وم چه ته دغلو په بانډ کی شامل یی. که نه لیږ حیا ښه ده. دمافیاوو ملاتړ مه کوی. دهغه په فساد داده نیم کابل شاهدی ورکړی او دهغه په بند باندی خوشاله وو.

ورك

نيم كابل من بلكه مكمل كابل
بل دا طوطي هم أصل كى راته كارغه شكاري.

طوطی

ورک ته: ورک شی دا خبره دی هم د غله ده. طوطی ته څنګه کارغه وایی؟ الله ګل چی چا خوشی کړی هغه هم غل دی ټوله دنیا یی پیژنی ولی باید خوشی شی؟

طوطی

ثابت ته: غل تهنا دی ته نه ویل کیږی چی غصب وکړه، د خلکو کار سلب ول، خلکو نه روزی اخیستل، کباړ کول، د بیکاری خپرول، کار او باز بندول دا هم غلا ده. زه نه وایم چی الله ګل څخه دی پوښتنی نکیږی، و دی شی خو په درسته طریقه ما ته الله ګل هم غل دی او ملا تره خیل هم ځکه چی دوی ما له نژی څخه لیدلی دی چی څه یی کړی. هدف می تنها الله ګل ندی ډیری داسی کسان بی عزته شوی بیا وروسته طالبانو را خوشی کړی چی ورځه ته خو بی ګناه… نور لوستل »

عظيمی

نا اهله او ړانده می ليدلی وه خو د طوطي په شان کباړ فروش کم په مخه راغلی دی۔ هغه يو ملی خاین اوس پښتون سپین ږیري او تربور داره سوو۔ هغه چه د ده ظلمو قرباني وه هغه خو د کاڼو او خزلو څخه پيدا وه۔

طوطی

عظیمی ته: ټول یی پیژنی سوال دا دی چی ولی خوشی شو؟ زما هدف دادی چی طالب باید یوه کس په درسته په اسلامی طریقه راوغواړی او خبری ورسره وکړی. یو کس بی عزته کړه بیا ورته ووایه چی ورځه ته خو بیګناه وې. دا اسلامی چلند ندی. د الله ګل واسط د پاکستان لخوا شوی کنه نو هغه غاصیب دی ظالم دی … سره له ملا تره خیله. هغه چی چا خوشی کړی هغه هم غل دی ولی بایدخوشی شی؟ بله خبره: د کباړی ځویه: دا دیرش کاله وشول چی زه مهاجر یم په والله که می کباړ لیدلی… نور لوستل »

محمد

الله ګل منافق هغه سړی دی چې د پخواني مفسد حکومت د کارګرانو(کارکنانو) اتحادیې د خاین رئیس عبدالمعروف قادري څخه یې په میلیونونو ډالر د رشوت په توګه اخستي او د هغه ملاتړ یې کړی دی. د رشوت په اخستلو کې د شورا پخوانی وژل شوی وکیل عبیدالله بارکزی او حاجي الماس هم شامل دي. د اتحادیې پخواني رئیس چې یو چالاک غل دی، اوس هم په کابل کې دی. د اتحادیې د شتمنیو څخه یې په ناقانونه توګه ۱۵۰ اپارتمانونه خرڅ کړي او پېسې یې حیف او میل کړي دي. اسلامي امارت دې په جدي توګه د دې موضوع… نور لوستل »

شالو

طالبان خورا ښه شوی د برخورد په لحاظ. په تیر امارت که متشدد وو. زما ښه په یاد دی چه وردګو ولایت چک ولسوالی د شهید خیل صاب په وخت که چه کله به د پخوانیو مجاهیدونونه به سلاح ټولوله نو هغه مسول د جنوب طالب به قوماندان ته ویل چه پښی د څو نمبره دی سبا دومره نمره بوټ واخله. دا قوماندان بیی دومره وواهه چه پوښتنه یی مکړه، اوسنی طالبان د اخلاقو نمونی دی نمونی وروره، خیر یوه یوه پیښه خو به خامخا کیژی. دا اوس ډيری کمی پیښی داسی کیژی. ایا په یاد مو دی چه: څلور… نور لوستل »

طوطی

د ضابط آصف نه یی د بوسو ګوډی جوړ کړی وو. خو ډیری لاتر اوسه هماغه شنه خره دی له دنیا نه خبر ندی په والله که یی لونځ زده وی. تر اوسه د دعای قُنود پر ځای درې واری قول هوالله وایی.

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx