افغانستان

د حصارک د جګړې وروستی حال

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمري ۷مه ۱۳۹۳ل): نن سهار د ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ پر مرکز او دفاعي پوستو نژدې پنځه سوه طالبانو پراخ ډله ييز بريدونه پيل کړي وو، چې ماذديګر پنځه بجې پاي ته ورسيدل.

له سيمې څخه رارسيدلي راپورونه وايي، چې د طالبانو په ډله ييزونو بريدونو کې اته امنيتي پوستې له منځه ولاړې، ديارلس اربکيان د او د ملي اردو عسکر پکې ووژل شول، لسګونه اربکيان او د ملي اردو عسکر ټپيان او درې اربکيان طالبانو ته تسليم شول.

له سيمې څخه تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې د سهار له څلورو د ماذديګر تر پنځو بجو درنه جګړه روانه وه.

عيني شاهدان وايي، چې د ملي اردو او اربکيانو مړي او ټپيان يې د پېښې ځای کې ليدلي دي او د ټپيانو د لېږدولو لپاره سيمې ته چورلکې راغلې او مړي او ټپيان له سيمې ولېږدول.

ځايي خلک وايي، چې نوموړې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولايت چارواکو د نوموړې جګړې په اړه ضد و نقيض راپورونه رسنيو سره شريک کړي دي.

د ننګرهار ولايت وياند احمد ضياء عبدالزي ويلي، چې د حصارک ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستو يې د طالبانو بريد په شا تمبولی او له شپېتو ډېر طالبان يې وژلي دي.

نوموړی وايي، نوموړې جګړه کې شپږ عسکر وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

بل پلو د ننګرهار امنيه قومندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال ويلي، چې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ د سختې نښتې له امله دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې او د وژل شويو کسانو د شمېر په اړه د کره معلوماتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

مشرقيوال زياته کړه، چې د وژل شويو او ټپيانو کره شمېر نه دی معلوم.

کارپوهان وايي، چې طالبانو په دې ورستيو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی او غواړي د هېواد بيلا بېلو ولايتونو کې د خپلې واکمنۍ لمن پراخه کړي.

له دې مخکې هم طالبانو د هېواد سويل هلمند او کندهار ولايتونو کې ورته بريدونه کړي وو، چې د چاراکو په وينا له سلو زياتو امنيتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x