افغانستان

بهرنیو چارو وزیر: د نورو دولتونو د مشروعو ګټو او غوښتنو درناوی کوو او په مقابل کې د ورته تعامل توقع لرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي چې دوی د نورو دولتونو مشروعو ګټو او غوښتنو ته بشپړ درناوی کوي او په مقابل کې له نورو هم د ورته تعامل توقع کوي.

ښاغلي متقي نن ماښام په کابل کې د بهرنیو سفارتونو استازو ته په بهرنیو چارو وزارت کې ماښامنۍ میلمستیا کړې وه.
په دغه میلمستیا کې د رئیس الوزرا لومړي مرستیال په شمول د ګڼو سفارتونو سفیران او ديپلوماتان موجود ول.

د بهرنیو چارو وزیر بهرنیو سفارتونو استازو ته وویل چې دوی باور لري، چې د دوحې هوکړې بشپړ تطبیق کولای شي د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ په اړیکو کې شته ستونزې اوارې کړي او په دې اساس، په کار ده چې لوري د دوحې هوکړې موادو ته ژمن پاتې شي.

هغه ټینګار وکړ چې دوی د امریکا له متحده ایالاتو په شمول له ګاونډیو هېوادونو، اسلامي نړۍ، خلیجي هېوادونو، د سیمې له هېوادونو او له اروپايي هېوادونو سره هم د متقابل تعامل او مشترکو ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړي.

متقي زیاته کړه چې دوی له اوږدې تحمیلي جګړې وروسته، غواړي د یوه متوازن بهرني سیاست د خپلولو له لارې ټولو سره په سوله او تفاهم کې ژوند وکړي او افغانستان د نورو ترمنځ د سیالیو قرباني نشي.

متقي وویل چې دوی به په ټول توان سره هڅه کوي چې په سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کې ګټور رول ولوبوي. او ټاپي، کاسا ۱۰۰۰او ورته نورو پروژو بشپړاوي ته چمتووالی لري.

متقي بهرنیو سفارتونو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د یوه غړي او مسوول حکومت په توګه د دیپلوماتانو او سیاسي استازو مصوونیت ته ځان ژمن بولي او دا چې د یوه ستر سیاسي تحول په جریان کې هم له سیاسي استازولیو سره خپل کار ته دوام ورکړ، دا ښيي چې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ او د نوي حکومت چلن مسوولانه دی.

په دغه ناسته کې د رئیس الوزرا مرستیال ملا برارد اخوند هم لنډه وینا وکړه او ویې ویل چې دوی غواړي مسایل د مفاهمې له لارې حل کړي او له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx