افغانستان

رئیس الوزرا: امنیتي ځواکونه دې د خلکو شخصي کورونه تخلیه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ تله، ۱۴۰۰ل): د افغان رئیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د دفتر څخه خپارر شوي حکم کې امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د خلکو له شخصي املاکو ووځي.

دغه حکم چې د تلې د میاشتې په ۶مه نېټه صادر شوی دی په کې دفاع او داخله وزارتونو او استخباراتو منسبوبینو ته امر شوی دی چې شخصي کورونه تخلیه کړي او مربوطه نظامي قطعاتو ته انتقال شي.

د رئیس الوزرا په حکم کې راغلي دي چې «د وزارت دفاع، وزارت داخله او د استخباراتو مربوط کسان چې په کومو شخصي کورونو کې اوسیږي د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا له حکم سره دې خپلو نظامي مربوطه قطعاتو او ځایونو ته انتقال کړي او شخصي ځایونه دې تخلیه کړي».

تر دې وړاندې په یوه بل جلا حکم کې رئیس الوزرا امر کړی و چې امنیتي ځواکونه دې د خلکو شخصي کورونو او شرکتونو ته د پلټنې په بهانه نه داخلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx