
روسیې په افغانستان او تاجکستان د آرام پاتې کېدو غږ کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ تله، ۱۴۰۰ل): روسیې په افغانستان او تاجکستان غږ کړی څو هرډول خپلمنځي لانجې د خبرو له لارې حل کړي.
ټاس خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند «الکسي زیاتسیف» په حواله خبر ورکړی، چې مسکو د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اړیکو د تاؤجن کېدو له امله اندېښمن دی او سرحدي سیمو ته د دواړو هېوادونو لخوا د پوځیانو استولو موضوع له نږدې څاري.
یاد روسي چارواکي د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې زرګونه افغان پوځیان د تخار په سرحدي ولایت کې ځای پرځای کړي دي.
په ورته مهال رویټرز آژانس بیا خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت او تاجکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په سرحدي سیمو کې د پوځي تحرکاتو په اړه تراوسه څه ویلي نه دي.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او اسلامي امارت د واکمنۍ له ټینګېدو سره همهاله د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف د افغانستان په اړه لانجمنې څرګندونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د اسلامي امارت د چارواکو او عامو افغانانو توند غبرګونونه راپارولي دي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف د شانګهای د همکارۍ سازمان هېوادونو په ناسته کې د افغانستان وضعیت خواشینوونکی بللی او غوښتنه یې کړې وه، چې باید افغانستان ته څېرمه امنیتي کمربند رامنځته شي.
نوموړي تردې وړاندې په پنجشیر کې د افغان ځواکونو لخوا پر تصفیوي عملیاتو او همدغه راز د اسلامي امارت د کابینې په تشکیل هم نیوکه کړې وه او هغه یې د نه منلو بللې وه.
د اسلامي امارت د رئیس الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې د امام علي رحمانوف یادې څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې هر عمل عکس العمل لري.
تاجکستان چې د پخواني شوروي اتحاد له شړېدو وروسته یې خپلواکي ترلاسه کړې او دا مهال په کې د روسیې فدارسیون یوه ستره پوځي اډه شتون لري، دوه میاشتې مخکې په شمال کې د اسلامي امارت د ځواکونو له پرمختګ سره همهاله یې له روسي پوځیانو سره ګډ پوځي تمرینات ترسره کړل او روانه اونۍ په تخار ولایت کې د طالبانو لخوا د منصوري«استشهادي» کنډک د قطعاتو د ځای پرځای کولو په غبرګون کې په خپلو دوو سرحدي ولایتونو کې پوځي نمایشونه ترسره کړل.
که څه هم طالبانو د روسي چارواکو د څرګندونو په هکله څه ویلي نه دي؛ خو باختر خبري آژانس څو ورځې مخکې خبر ورکړ، چې د اسلامي امارت د منصوري قطعې لسګونه سرتیري د تخار ولایت مرکز او شاوخوا سیمو کې د امنیت د تأمین په خاطر ځای پرځای شوي دي.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست مولوي انصارالله ددغو ځواکونو پرځای کول یوازې د کورني امنیت لپاره بللي او هغه اندېښنې یې بېځایه بللي چې ګواکې د منصوري«استشهادي» قطعې ځواکونه به ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د منصوري «استشهادي» کنډک سلګونه پوځیان چې په سپکو او درنو وسلو او هوايي ځواک سمبال وو، په کندوز ښار او هوايي ډګر کې ځای پرځای شول.
وایي د بزې -ونه چې وتخنېږي، د شپانه ډوډۍ خوري. اوس امام علي رحمانوف هم همدا لوبې کوي.