افغانستان

د ايټاليا لومړی وزير: نړۍ اوس له جګړې ځپلي افغانستان سره مرسته نه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ تله، ۱۴۰۰ل): د ايټاليا لومړي وزير ماريو دراګي ويلي، نړۍ اوس له جګړې ځپلي افغانستان سره مرسته او همکاري نه کوي.

نوموي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو انلاين سرمشريزه به د اکټوبر په ۱۲ په ايټاليا کې جوړه شي.

د دې غونډې مشري به ماريو دراګي کوي.

د ايټالياه لومړي وزير ويلي، د شلو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشريزه کې به د افغانستان پر وضعيت خبرې وشي او د ګډونوالو ټينګار به پر دې وي، چې افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو وسله‌والو پر پټنځايونو بدل نه شي.

دا په داسې حال کې، چې امريکا، ملګرو ملتونو او د نړۍ نورو هېوادونو له تېرو فاسدو حکومتونو سره د ميلياردونو ډالرو مرستې کولې.

امريکا او نړيوالې ټولنې هم منلې وه، چې د کابل اداره د نړۍ په کچه د فساد په لومړي کتار کې وه، خو بيا هم امريکا، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو ورسره مرستې کولې.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکي وايي، که نړۍ له تېر فاسد حکومت سره مرستې او همکارۍ کولې، چې ډېری دغه مرستې پر ځای هم نه دي لګېدلي، نو بايد له اوسني نظام سره يې هم وکړي.

د اسلامي امارت چارواکي وخت پر وخت وايي، که نړيواله ټولنه د افغانستان او افغانانو پر وضعيت اندېښمن وي، نو بايد په دغه ترينګلي وضعيت کې ورسره مرستې وکړي او بشري مرستې هيڅکله له سياسي کړنو سره ونه تړل شي او نه هم څوک بايد بشري مرستې د سياسي فشارونو په توګه وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx