افغانستان

سهيل شاهين: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ بايد اسلامي امارت ته وسپارل شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ تله، ۱۴۰۰ل): په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سياسي دفتر وياند او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ نوماند محمد سهيل شاهين له ملګرو ملتونو غوښتي، چې دغه څوکۍ بايد اسلامي امارت ته وسپارل شي.

ښاغلي شاهين ويلي، د کابل پخوانی حکومت نسکور شوی، د پرځول شوي حکومت استازی اوس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي نه شي کولای.

سهيل شاهين زياته کړې: «تاسې ټول پوهېږئ، چې د کابل اداره په بشپړ ډول سقوط شوې، د حاکميت هېڅ شرط نه دی ورپاتې، په داسې حال کې چې اسلامي امارت د حکومتولۍ ټول شرطونه پوره کړي، د ټول افغانستان جغرافيه يې تر واک لاندې ده او د هر قوم استازي په کې شامل دي، له همدې امله ملګري ملتونه بايد د خپلو ټاکلو اصولو له مخې دا څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.»

سره له دې، چې ملګرو ملتونو د نسکور شوي حکومت د استازي غلام اسحاقزي ماموريت تمديد کړی، خو په ۷۶مه عمومي اسمبلۍ کې يې د وينا اجازه ورنه کړه.

د چارو کارپوهان وايي، په ملګرو ملتونو کې د اسحاقزي استازيتوب بې معنا دی.

د سياسي چارو کارپوه سليم کاکړ ويلي: «په ملګرو ملتونو کې د ښاغلي اسحاقزي وجود بې معنا او بې ګټې دی، ولسمشر تښتېدلی او په افغانستان کې د جمهوريت په نوم څه نه دي پاتې.»

خو يو شمېر نور کارپوهان بيا په دې باور دي، چې د اسلامي امارت لپاره به د ملګرو ملتونو څوکۍ تر لاسه کول به په لنډ وخت کې له دې امله هم ستونزمن وي، چې هېڅ هېواد هم تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی.

افغانستان له ۱۹۴۶ کال راهيسې د ملګرو ملتونو غړی دی تر هغه وروسته يې تر اوسه غړیتوب نه دی ځنډول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

افرین په افتخار غواړی چه د کفر حلقو ته ور ودانږی
همدو ملګرو ملتونو په تاسو او په اسلامی ملت هر تیری کړی، خو تاسو بی ایمانه او د کفارو غلامان لا هم ورته زاری کوی چه څوکی درکړی
لعنت په تاسو حمارتیانو

ځیرک څارونکی

كه یو مسلمان غواړی چی د کفارو په مینځ کې ځان مطرح کړی او ځان په کفارو وپیژنی نو پدی کې به بد کار څه وی؟

طوطی

وایی یو چا کلی کی نه پریښود هغه به ویل چی لکړه می د ملک کره کیږدی. تر اوسه پاکستان د طالب له شناخت او رسمیت پیژدونه څخه انیکار کوی دوی وایی چی و ملګرو ملتونو چوکی دی زمونږ وای په څه خاطر؟ خلک مو له لوژې مړه کړل ټول خلک طالبانو څخه تیښته کوی اول دا مشکل حل کړی په چا به حکومت کوی په والله که لاری ټولی خلاصی شی او امکانات یی وی نیم نفوس به له ملکه ووځی.

ګل احمد

د طالبانو اسلامي تحریک باید د اخوان المسلمین د تجاربو ګټه پورته کړي. دلته د کفارو سپي اوس هم پریمانه دي او دوئ ته ځکه نه غاپي چي کفار غوړ هډوکي نه ورته غورزوي. په اوسنیو شرایطو کي د سپین انقلاب ثمراتو خوندي کول تر هر څه مهم دي. دوئ باید د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د خپل انقلابي رهبر ملا ورور اخوند تر مشري لاندي د داسي کسانو څخه تشکیل رهبري شورا جوړه کړي چي په داخل کي سیاسي نفوذ او د بهرنیو هیوادونو د متنفذینو سره نیژدې اړیکي ولري. موږ باید داسي حکومت ونه لرو چي د… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx