افغانستان

یونیسیف له افغانستان سره د ۳۲ ټنه روغتیايي توکو مرسته کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ تله، ۱۴۰۰ل): له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوال صندوق(یونیسف) له افغانستان سره د ۳۲ ټنه روغتیايي توکو مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ(یوناما) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په روغتیايي مرستو بار لومړۍ الوتکه دوه ورځې وړاندې د «اروپا د بشري مرستو هوايي پُل» له لارې کابل ته رسېدلي دي.

د یوناما د معلوماتو له مخې په دغو ۳۲ ټنه روغتیايي مرستو کې د خولې مینځلو مالګېنې اوبه، انټي بیوټیک، د جراحۍ د عملیاتو لوازم او نور اړین درمل شامل دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي «هرو لودویک لیس» وايي، دغه روغتیايي تجهیزات په کړکیچن حالت کې افغان ماشومانو او د هغوی د میندو لپاره برابر شوي دي. نوموړی زیاتوي په افغانستان کې د نورو ستونزو سره زیاتره افغانان د خوړو او درملو له جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

هغه له راوپايي ټولنې څخه ددغو مرستو د برابرولو له امله د مننې ترڅنګ له هغوی غوښتي چې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

له بل پلوه یوناما هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به ددغو مرستو دویمه جوپه هم افغانستان ته راورسیږي.

یونیسف په داسې مهال له افغانستان سره د روغتیايي توکو مرستې کوي، چې د افغانستان روغتیايي سکتور د درملو او د روغتیايي کار کوونکو د معاشاتو له کمښت او جدي ستونزو سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx