افغانستان

پروان کې د داعش یو پټنځای له منځه وړل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۰ل): د پروان ولایت مرکز چاریکار کې د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې پرون د جمعې په ورځ په چاریکارو ښار کې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په یو رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې درې تنه ټپیان شول.

له پېښې وروسته سیمې ته نور امنیتي ځواکونه واستول شول، چې له پېښې سره په تړاو یې دوه تنه داعشیان ونیول او د هغوی یو پټنځای یې کشف کړ او د عملیاتو په ترڅ کې یو داعشی ووژلو او څو تنه نور یې ژوندي ونیول.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند بلال کریمي هم اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په چاودنه او عملیاتو کې د اسلامي امارت ۵ تنه امنیتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د پروان یوې  امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې اوس مهال په سیمه کې امنیت دی او خلک په ډاډه توګه خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx