د حشمت کرزي د وژل کیدو انګیزه څه وه؟

لیکوال: سباوون جواد

د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه وسله وال کسان چې په څلورو موټرو کې سپاره ول، د ولسمشر کرزي پلرني کلي (کرز) ته ولاړل او د (یار محمد کرزي) کور یې محاصره کړ. یار محمد کرزی د ولسمشر کرزي د تره زوی دی.

وسله والو کسانو ګرچاپیره سیمه او مسجد هم محاصره کړی و. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې یو سړی چې سپینې افغاني جامې یې په تن وې له دوه تنو وسله والو ساتونکو سره د یارمحمد کور ته ننوتلو او د نوموړي یو ۱۸ کلن زوی (وحید) یې ونیولو.

د یارمحمد یوه ۱۲ کلنه لور (سنا) وايي چې د سپینو جامو والا سړي تفنګچه راپورته کړه او وحید یې درې ډزه وویشتلو. نوموړې وايي چې ما چیغې وهلې چې «زما ورور مه وژنئ، زما ورور مه وژنئ».

د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د راپور پر بنسټ په همدې وخت کې د وحید د تره زوی (ظلال کرزی) په ځغاسته کور ته راغی او له ویشتل شوي وحید څخه یې پوښتنه وکړه چې «څه پیښه ده؟». وحید په ځواب کې وویل «حشمت وویشتلم».

نیویارک ټایمز وايي چې د حامد کرزي د کورنۍ غړو ورته ویلي چې د حشمت کرزي په لاس د وحید کرزي وژنې انتقامي بڼه درلوده، ځکه چې د وحید پلار (یارمحمد کرزي) دیرش کاله وړاندې د حشمت کرزي پلار وژلی وه، نو نوموړي اوس د خپل پلار غچ واخیست.

د وحید د وژنې په اړه هغه مهال هیڅ پلټنه ونه شوه.

دا چې ولې دولت د دې پیښې په تعقیب او څیړنې کې ناغیړي کوله د کرزي د کورنۍ یو بل تن (نور کرزي) نیویارک ټایمز ته ویلي چې «دوی غواړي حشمت وساتي، هغه په کابل کې ناست دی او له امریکایانو پیسې اخلي، هیڅوک ورته څه نه شي ویلی».

د وحید پلار (یار محمد کرزي) خو لا د ډنډ په امنیې قومندانۍ کې د حشمت کرزي پر ضد دوسیه ثبت کړې وه او نوموړی يې د خپل زوی په قتل تورن کړی وه.

نیویارک ټایمز وايي چې ځینو کلیوالو ورته ویلي چې له ډزو وروسته یې حشمت کرزی ولید چې د یارمحمد له کوره راووتلو.

د نیویارک ټایمز خبریال زیاتوي چې د کرزي خپلوانو ورته ویلي چې د دې شخړې ریښې نږدې دیرش کاله پخوا زمانې ته رسیږي، هغه مهال چې یارمحمد پنځه کلن وه، د نوموړي پلار له یوې بلې نجلۍ سره ورته کوژده کړې وه. خو کله چې نجلۍ لویه شوه د کرز سیمه یې پریښوده او له یو بل چا سره یې واده وکړ او امریکا ته ولاړه.

د کرزي د خپلوانو په وینا یارمحمد کرزي غوښتل چې د نجلۍ له کورنۍ څخه د دې کار غچ واخلي، هماغه وه چې د پاکستان په کوټه کې يې د نجلۍ ورور (خلیل کرزی) ووژلو. خلیل کرزی د حشمت کرزي پلار وه.

خو یارمحمد کرزي له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې دا نه ده منلې چې ګواکې د حشمت کرزي پلار یې وژلی، خو دا یې ویلي چې په ۱۹۹۸ کال طالبانو د حشمت کرزي په غوښتنه دی نیولی وه، خو څرنګه چې پیښه په پاکستان کې رامینځه شوې وه طالبانو بیرته خوشې کړ.

حشمت کرزي دا منله چې وحید بې ګناه وژل شوی، خو د نوموړي د وژنې مسولیت یې د مخدره موادو قاچاق کوونکو ته راجع کاوه.

یار محمد کرزی وايي چې د زوی له وژل کیدو وروسته یې ډیره هڅه وکړه چې له پولیسو سره ټلیفوني اړیکه ونیسي، خو د پولیسو له ځواب نه ورکولو وروسته وپوهید چې د وسله والو موټریز کاروان د همدې قتل لپاره راغلی وه او بیرته په داسې حال کې د کرز له سیمې وتلی چې په لار کې د امنیتي پوستو لخوا نه دي پوښتل شوي.

یار محمد کرزي همدا راز ویلي چې احمدولي کرزی یې د زوی فاتحې ته ورغلی وه «خو دا چې پیښه څرنګه رامینځته شوه او دا کار چا کړی په دې اړه یې هیڅ پوښتنه ونه کړه». نوموړی زیاتوي چې کله ترې د کورنۍ د یو غړي لخوا پوښتنه وشوه چې دا کار به چا کړی وي، احمدولي کرزي په ځواب کې وویل: «تاسو پخپله پوهیږئ چې چا کړی، ولې غواړئ چې زما څخه یې واورئ؟».karzai koranai shajara nasab

د دغو واقعیتونو څخه څرګندیږي چې حشمت کرزی د دیرش کلنې زړې دښمنۍ درلودونکی وه، نوموړي که څه هم دیرش کاله وروسته د خپل پلار انتقام واخیست خو د ځان لپاره یې یوه هیره شوې دښمني راتازه کړه او مړو ایرو ته یې پوکی ووهلو.

لکه څرنګه چې پنځه کاله مخکې د یارمحمد کرزي زوی (وحید کرزی) د خپل کور په انګړ کې ووژل، نن حشمت کرزی هم د خپل کور په داخل کې وژل کیږي.

کتونکي په دې باور دي چې د کور مینځ ته یوازې هغه کسان وسلې ننه ایستلی شي چې یا د کور غړي وي او یا د کورنۍ له غړو سره نږدې اړیکي ولري.

د یارمحمد کرزي له کورنۍ سره د حشمت کرزي زړه دښمني، او بیا په خپل کور کې د هغه وژل کیدنه، هغه شکوک په یقین بدلوي چې حشمت کرزی د ۱۸ کلن ځوان (وحید کرزي) د قتل په غچ کې وژل شوی.

 

avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د