افغانستان

امریکايي استخبارات د طالبانو ترمنځ په «نفاق» اچولو کې ناکام شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۰ل): طالبان په افغانستان کې تر ټولو متحده ډله ده او امریکايي استخبارات له ډیرو هڅو سربیره ونه توانېدل چې د هغوی په منځ کې «نفاق» اچولو کې ناکام شول.

دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی دیپلومات، طالبانو سره د امریکا د مذاکراتي ټیم غړي او د نیویارک پوهنتون استاذ «بارنیټ روبین» د ترکیې غږ له نړیوالې راډیو انګلیسي څانګې سره په خبرو کې کړي دي.

نوموړی چې د افغانستان د چارو کارپوه دی وايي، له دې سربیره چې د طالبانو ترمنځ ځینې سیالۍ او واړه اختلافات موجود وو، له کومو څخه چې ددوی «دښمنانو» د طالبانو د ویشلو لپاره د وسیلې په توګه استفاده کوله؛ خو بیاهم هیڅکله تقسیم نه شول او خپل یووالی یې وساته.

د بارنیټ روبین د معلوماتو له مخې د امریکا د مرکزي استخباراتو(CIA) هغې یو ملیارډ ډالري پروژې هم له ناکامۍ سره مخ شوې چې د طالبانو د ویشلو لپاره یې په کار اچولې وې.

که څه هم امریکايي چارواکو او لویدیځو رسنیو تردې وړاندې د نامعلو سرچینو په حواله د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه وخت په وخت خپرول او طالبانو ردول؛ خو دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي چارواکی د طالبانو په خپلمنځي قوي اتحاد او یووالي او د امریکایي استخباراتو د هڅو په ناکامۍ اعتراف کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبيح اللّه

دا به د مومنانو لپاره ډيره د ناکامي خبره وي چي هغوي يي د تيرو علطي نه زده کړه نه کوي ۔مونږټولو افغانانو د تيرو څلويښت کلن ناورين وليد چي د امريکا ګوډاګيانو امريکا او داخلي نور خرڅ شوي افغانانو راته د امن سندري ويلي او دي راسره وعدي کولي چي مونږ درته امن راولو خو مونږ د امريکا او داخلي ګوډاګيانو په وحشت کي دومره نيول شوي ولو چي لکه يو کس چي کله وبه ډوبه وي نو هغه د اميد لپاره د وبو څنګ ته چي نري واخه شنه وي هغو ته لاس اچوي و د بچ کيدو… نور لوستل »

ملا جانان

د پورته عنوان په جواب کي لا باید ووایو چي اوس لا د لوبي ۲ کوارټره پاته دي. اوس لا وخت سته. په یوه ډله کي بې اتفاقي هغه وخت ښه اچول کیدای سي چي د امتیازاتو او مسئولیتونو دقیق حساب په منځ کي نه وي او کشترک اهداف مبهم وي او تیره بیا دا چي د ګټي درک نه وي ګډ شراکت په تاوان کي روان وي.

الحاج استاذ بیانزی

زما په اند: د اسلامی امارت د مشرانو تر منځ اختلاف به هله رامنځته کیږی چه دوی په مادیاتو متکی یا تکیه ولری د شهرت او یا ډالرو او چوکیو ترلاسه کولو فکر ورسره پیدا شی. د اسلامی امارت د اتحاد اصلی خبره همدا چه دوی ټول د الله ج د رضا یا معنویاتو ترلاسه کولو د پاره د ځانو پوری بمونه تړی په ډیره لیوالتیا او داسی خوشالیو لکه د واده لمړی شپه چه یی وی مرګ ته لیوالتیا د دی امله لری چه د الله ج سره یی د ملاقات وخت او فاصله کمه شی . نو د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx