افغانستان

محمود کرزی: د حشمت کرزي وژنه «سیاسي انګېزه» لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۷مه ۱۳۹۳ل): د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزی او د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټاکنیز ټیم غړی وايي چې حشمت کرزي وژنه «سیاسي انګېزه» لري او طالبان په دې پېښه کې لاس نه لري.

که څه هم طالبانو د برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخېستی؛ خو سربېره پر دې هم ځينو رسنیو دغه کار د طالبانو وباله.

محمود کرزي د بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د حشمت کرزي وژل د طالبانو کار نه دی، بلکې سیاسي قتل دی. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په حکومت اعتماد نه لري چې په دې قضیه کې څېړنې وکړي او اصلي قاتل پيدا کړي.

د ولسمشر کرزي تره زوی حشمت کرزی چې په کندهار کې د ولسمشریزو ټاکنو د مخکښ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي قوي ملاتړی او د جنوب لویدیځي حوزې مسؤل و، نن سهار په یوه برید کې و وژل شو.

حشمت خلیل کرزی چې نن په یوه برید کې و وژل شو
حشمت خلیل کرزی چې نن په یوه برید کې و وژل شو

د کندهار چارواکي واييؤ چې دغه برید سرتیری و خو تر دې مهاله یې لا هم دقیق مالومات نشته چې برید سرتیری و کنه.

د حشمت کرزي تر برید وروسته ولسمشر کرزي دغه برید محکوم کړی او ویلي یې دي چې د نورو افغانانو په څېر چې په تروریستي بریدونو کې په نښه کیږي، د ده کورنۍ هم ترې مستثنا نه ده، دی يې د نورو افغانانو په څېر زغمي.

تر دې مهاله د برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

محمود کرزي په دې ټینګار وکړ چې د نوموړي د وژنې په اړه دې ژر تر ژره څېړنې وشي؛ څو د نوموړي د وژنې عوامل مالوم شي.

دی زیاتوي چې حشمت کرزی په دې وروستیو کلونو کې په کندهار کې خورا نفوذ پيدا کړی و، د خلکو سره یې مرستې کولې او لانجې یې حل و فصل کولې.
په ۲۰۰۹ز کال د حشمت کرزي یو خپلوان یار محمد کرزي نوموړی په دې تورن کړی و چې دده د زوی وحید کرزي په وژنه کې لاس لري. حشمت کرزي د وحید کرزي په وژلو کې لاس لرل رد کړي وه.

نیویارک ټایمز لیکلي چې داسې ادعاوې هم شته چې د حشمت کرزي پلار ۱۹۸۰مو کلونو کې د یار محمد کرزي لخوا په پاکستان کې وژل شوی.
خو محمود کرزی وايي چې دی فکر نه کوي چې د یارمحمد کرزي کورنۍ دې په دغه وژنه کې لاس ولري، په وینا یې هغوی ددغسې بریدونو توان نه لري.

حشمت کرزی د پلار تر وژنې وروسته په امریکا کې ژوند کولو او د افغانستان د راتګ سره يې خصوصي امنیتي شرکت جوړ کړ، چې په بګرام کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو لپاره به یې د اکمالاتي موټرو امنیت نېو. د چارو د څېړونکو به اند، شخصي امنیتي شرکتونه چې وړم کال يې ولسمشر کرزي د بندولو فرمان صادر کړ، په لویې لارو کې د غیر قانوني کړنو، بې ګناه خلکو په وژنو، اختطافونو، غلاګانو او نورو ډول ډول جنايي پېښو او ظلمونو کې ښکېل پاته شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Rahim popal

کرزیان لکه څنګه چه په سیاسی ډګرکی پر څو سیاسی ډلو و ویشل شوه، ھمدارنګه یی پر ډالرو باندی سخت مخالفتونه په خپل مابین لری. شاید دا ھم د دی داخلی معامله وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x