افغانستاننړۍ

قطر بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې نجونې له زده کړو منع کول مایوسه کوونکی او پر شاتګ عمل دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۰ل): د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو اقدام ډېر مایوسه کوونکی او پر شاتګ دی.

شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني دغه خبرې د پوهنې وزارت هغه اقدام چې له مخې یې د هلکانو مکتبونه پیل کړل او د نجونو یې لا هم تړلي دي، په غبرګون کې کړي دي.

نوموړي وویل چې متأسفانه د افغانستان د حکومت وروستي اقدام چې له کبله یې نجونې له زده کړو پاتې دي، پر شاتګ او ډېر مایوسه کوونکي دي.

شیخ محمد زیاته کړه چې موږ غواړو له طالبانو سره تعامل وکړو او ټينګار پرې وکړو چې دغه ډول اقدامات ونه کړي او موږ کوښښ کوو چې طالبانو ته وښیو چې دوی څنګه کولای شي خپل قوانین تطبیق کړي او د ښځو مسایلو سره برخورد وکړي.

هغه وویل چې یو مثال د قطر دی چې یو مسلمان هیواد دی، اسلامي نظام لري خو دوی په حکومت کې او په لوړو زده کړو کې تر نارینه ښځې زیاتې لري.

شیخ محمد په طالبانو غږ وکړ چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې وساتي او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې افغانستان د منزوي کولو کوښښ ونه کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شاوخوا لس ورځې وړاندې هم د نجونو د مکتبونو د نه خلاصولو په اړه غبرګون ښودلی و. هغه ویلي وو چې په قطر کې اسلامي نظام حاکم دی، ښځې په دولتي او تعلیمي اداراتو کې کار کوي او اسلام ښځې له تعلیمه نه منع کوي. هغه زیاته کړې وه چې په افغانستان کې له ښځو سره ناوړه چلند د منلو وړ نه دی او قطر د اسلامي نظام لپاره ښه بیلګه کیدی شي.

د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو یوه نیم میاشت تیریږي خو ښوونځي او پوهنتونونه لا هم تړلي دي.

د پوهنې وزارت د هلکانو ښوونځي خلاص کړي دي خو د نجونو له هم تړل شوي دي او ویلي یې دي چې د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو په تړاو طرحه جوړوي.

پوهنې وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې د نجونو مکتبونه چې له هلکانو جدا دي، استادان او کارمندان یې ښځېنه دي، لپاره طرحه جوړول دومره زیات وخت اخلي.

د نجونو د مکتبونو د نه خلاصېدو په اړه د ټولنیزو رسنیو فعالانو او ځينو دولتونو هم غبرګونونه ښودلي دي.

د ټولنیزو رسنیو فعالان وايي چې د نجونو د مکتبونو نه خلاصېدل په هيڅ شکل نه شي توجیه کیدلای، ځکه د انجونو مکتبونه بیل دي، ښوونکي یې ټول ښځېنه دي او د دې د پاسه د پوهنې وزارت څه ډول شرایط نور پر نجونو ږدي.

د حکومت ویاند او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد هم ويلي وو چې د نجونو مکتبونه به ژر خلاص شي خو د تعلیمي کال د پیلیدو نیږدې میاشت تیریږي خو د نجونو مکتبونه لا نه دي خلاص شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

کله چې سړی د طالبانو دا ډول شکمنې کړنې ګوري، سړی په دې فکر کې غورځي چې څرنګه کېدای شي طالبان د داسۍ سمو او شرعي چارو د سرته رسولو څخه انکار کوي.

احمد

قطر چې د امارت دوست هیواد هم دی د نجونو د تعلیم په رابطه په تاسو معترض شو . یاد ساتئ چې په دې هکله په کور دننه او بهر ډیر معترضین شته . مسائیلو ته دقیقه توجه پکار ده نه هغسې احساساتي لیکنې لکه بدر ځلاند صاحب یې چې کوي تاسو هره ورځ د خلکو شکایتونه اورۍ په هغو مسئلو ښه دقیقه توجه پکار ده یا دغه ستونځې ولس ته حل کړئ یا د مطبوعاتو له لارې د خپلې پالیسئ دفاع دخلکو تر غوږو ورسوی . کنه خلک به ضرور شکایتونه کوي غوغا به جوړوي . ریس د پاسپورت… نور لوستل »

طوطی

طالب دی د قطر تعلیمی سیستم څخه د ښځو لپاره کار واخلی چی هغوی څنګه تعلیمات ښځو ته وړاندی کوی یا دا چی هغوی مسلمانان ندی که څنګه؟ داسی ښکاری چی طالبان د پردیو ملایانو په خوښه قصدآ داسی کارونه کوی ټوله دنیا یی وینی دوی چی خبری کوی یا کومه بله فیصله. څو روځی مخکی یوه ملا د لمر تلویزیون کیی د ښځو د عطر وهلو، بوټانو په رابط خبرې وکړی ټولو دنیاوالو یی خبری واوریدې ډیر احمقانه یی خبری کولی نو ځنګه به نړی د دوی حکومت په رسمیت وپیژنی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx