افغانستان

کابل: امنیتي ځواکونو څلور انسان تښتونکي بالفعل نیولي – ځورونکې ویدیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار د اتمې حوزې امنیتي مسوولینو په عملیاتو کې څلور کسان انسان تښتوونکي بالفعل نیول شوي دي.

امنیتي مسوولین وايي چې دوی ته سهار وختي راپور رسیدلی و چې د اتمې حوزې په دوهم سرک د شیخ محمدیانو په نوم سیمه کې یو کور ماشومان تښتوي.

په هغه ویدیو کې چې امنیتي مسوولینو له خوا خپره شوې، یو تن مسوول وايي چې د انسان تښتونې په دغه جرم کې دوه ښځې او دوه نارینه چې پلار و زوی دې لاس لري.

هغوی په ویدیو کې هغه ماشومه هم ښيي چې د انسان تښتونکو له خوا وژل شوې ده.

مسوولین وايي چې نیول شوې ډلې به ماشومان تښتول، پښتورګي به يې ترې ايستل او بیا به یې وژل.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې په هرات کې امنیتي ځواکونو څلور تنه انسان تښتونکي په یو لړ عملیاتو کې و وژل او وروسته يې په عام محضر کې ویزاند کړل.

امنیتي مسوولین وايي چې انسان تښتونکي يې ځکه په عام محضر کې ځوړند کړل څو د نورو لپاره عبرت شي او د جرایمو مخه ونیول شي.

یادونه: ویدیو داسې صحنې لري چې ممکن ستاسو لپاره ځورونکي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

زنده باد دا ښه کار دی خلک په خوشالیږي الله تعالی دې نور توفیق هم در نصیب کړي

Adam Khan

I am sorry to see you like this, little flower.

We need Taliban

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx