افغانستاننړۍ

دوبۍ ایکسپو کې د افغانستان ځای خالي پروت دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۰ل): د دوبۍ ۲۰۲۰ ایکسپو په نوم نړیوال نندارتون چې د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شو، د افغانستان ځای د خلکو پر مخ تړل شوی او خالي و.

افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چې د دوبۍ په ایکسپو یا نړیوال نندارتون کې ورته ځای ورکړل شوی دی.

خو د جمعې په ورځ کله چې د دوبۍ ایکسپو نندارتونونه پرانیستل شول، د افغانستان په استازیتوب په کې هیچا ګډون نه و کړی او د افغانستان برخه تړل شوې وه.

عرب نیوز ته یو ګارد ویلي چې د تېرو څو اونیو راهیسې دوی د افغانستان په نندارتون کې هیڅوک نه دي لیدلي.

د ایکسپو استازو رویټرز ته ویلي دي چې افغانستان برخه یو له هغو نندارتون څخه دی چې تر اوس پورې خلاصېدو ته تیار نه دی.

 

د دوبۍ ایکسپو کې د افغانستان د نندارتون خلاصولو مسوولیت تېر حکومت ته ورکړل شوی و خو د رژیم تر سقوط وروسته دغه چارې ودریدلې.

تر دې دمه لا روښانه نه ده چې آيا د دغه ستر نړیوال نندراتون په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان غرفه فعاله شي او که نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx