نړۍ

قطریان نن په لومړي ځل منتخب استازي پارلمان ته لیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۰ل): قطري وګړي نن ورځ په لومړي ځل پارلمان ته خپل استازي انتخابوي.

د قطر پارلمان ۴۵ اعضا لري چې له منځه یې ۳۰ انتخابي او ۱۵ انتصابي دي. انتخابي ۳۰ اعضا قطري اتباع په لومړي ځل انتخابوي او پاتې ۱۵ بیا د قطر امیر انتصابوي.

تر دې وړاندې د قطر مقننه (شورا) ټول غړي انتصابي ول چې د قطر د امیر له خوا به ټاکل کیدل او محدود تقنیني واکونه یې درلودل.

خو انتخابي شورا واکونه بیا پراخه شوي دي، دوی قانون جوړولای، ملغی کولای او تعدیلولای شي. همدا راز د حکومت وزیران استیضاح او نه باور رایه ورکولای شي. قطري پارلمان به سربېره پر دې د دولت عمومي سیاست، بودیجه تصویبوي او په اجرائیه برخو به کنترول لري.

د قطر انتخاباتو قانون له مخې یواځې هغه کسان شورا ته کاندیدلای شي او رایه ورکولای شي چې په ۱۹۳۰ز کال کې د قطر اتباع ول خو هغوی چې له دې وروسته یې د قطر تابعبیت اخیستی وي، نه کاندیدلای شی نه رایه ورکولای شي.

د قطر لومړي ځل پارلماني انتخاباتو ته ۳۰ ښځې او ۲۸۴ نارینه ۳۰ څوکیو ته کاندیدان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx