ټکنالوژي

واټس اپ کې خپلې شمېرې ته د پيغام ليږلو طريقه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۰ل): د پيغامونو ليږدولو مشهور اپليکيشن واټس اپ يوه داسې ځانګړتيا لري چې په مرسته يې کولی شئ خپلې شمېرې ته پيغام پريږدئ او مهم نوټونه له ځان سره محفوظ کړئ.

دغه ځانګړتيا د «click to chat» په نوم ده، چې کولی شئ پرته له دې چې خپله يا د نامعلوم کس شمېره په خپل موبايل کې ثبت کړئ او د واټس اپ له لارې پيغام ورواستوئ.

ددې ځانګړتيا د مهارولو لپاره تاسو لاندې طريقه وکاروئ:

لومړی: تاسو بايد په خپل تليفون کې يو براوزر (ګوګل براوزر) خلاص کړئ، او ډاډ ترلاسه کړئ چې له انترنيت سره وصل شوي يئ.

دوهم: تاسې دغه ټکي ( //wa.me ) کاپي کړئ، او د براوزر د لټون په ځای Address bar کې يې واچوئ، ورسره د خپل موبايل شمېره هم واچوئ، خو د شمېرې په سر کې د خپل هېواد کوډ ورکړئ، ځکه چې کله تاسې دغه کوډ ورنکړئ واټس اپ ستاسې شمېره ناسمه ښيي. د بېلګې په ډول د افغانستان کاروونکي دغه طريقه کارولی شي: wa.me//+937000000

په دې کيکاږلو سره به تاسې ته د واټس اپ يوه پاڼه پرانېستل شي چې خپله شمېره مو پرې څرګنديږي او چيټ ته ورشئ Continue to chat په کيکاږلو سره به د خپلې شمېرې واټس اپ ته ننوځئ.

د نورو چيټونو ترڅنګ به ستاسې د چيټ کړکۍ هم پرانېستل شي، له دې وروسته کولی شئ خپلې شمېرې ته مهم پيغامونه واستوئ تر څو له تاسې سره خوندي شي.

د يادونې وړ ده چې دغه پروسه د وينډوز او موبايل دواړو نسخو لپاره د کارونې وړ ده، دغه راز پرته له شمېرې ثبتولو د نامعلوم کس سره هم چيټ کولی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پل سوخته

اسانه طریقه یې دا ده چې خپله شماره خپل مبایل کې ثبت کړه اومسیج ورته وکړه بس

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx