نظــر

اسلامي امارت او چيلنجونه

امین وردګ

له کله نه چې په افغانستان کې (د دیني مدرسو) طالبانو د شر او فساد پر وړاندې ټوپک ته لاس کړ- له همغه وخته بیا تر اوسه، نږدې درې لسیزې پوره کیږي، خو بیاهم دغه پاکه ډله له رنګارنګ چلینجونو او تهديدونو سره مخ ده.

په لومړي سر کې یې له شاوخوا لسو داسې ډلو سره جګړه پیل کړه؛ چې یوه یې هم مستقله نه وه! بلکې د هرې یوې به یې شاته کوم کرغېړن بهرنی لاس حتمي و.

یعنې دا پدې معنا: چې ګواکې په همغه لومړي سر کې لا طالبان له ګڼو بهرنیو استخباراتي کړیو سره (په مستقیمه او غیر مستقیه توګه) په جګړو کې ښکېل  وو.

کله یې چې د کابل په ګډون (پرته له بدخشان څخه) د افغانستان د ټولو ولایتونو مرکزونه ونیول، بیا هم د هغه مهال له سیار ولسمشر؟! (برهان الدین رباني) او د هغه له یوه مخکښ نظامي قومندان (احمد شا مسعود سره [چې د کابل ښار په ړنګولو کې یې خوږه برخه لرله]) په جګړه بوخت پاتې شول، تر دې چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې (د امریکا په مشرۍ) ناټو برید وکړ او افغانستان یې په ظالمانه او وحشیانه توګه اشغال کړ او دلته یې یوه ناانډوله او غیرمنصفانه جګړه پیل کړه.

د غربي ښکېلاک بد اخلاقو فوځونو به (د جګړې په اوږدو کې) له ټولو ملي او بین المللي نورمونو خلاف عملونه ترسره کول، لکه: د یوه طالب له امله د هغه د کور ټول او یا هم زیاتره وګړي شهیدانوول، په سمه نیمه شپه کې د عامو افغانانو د دروازو انفجاروول، د مقدسو اماکنو بمباروول، د دیني ارزښتونو توهین، د کیمیاوی وسلو کاروول، په زندانونو کې غیر انساني چلند او داسې نور…

هوکې! طالبان دا ځل له یوه داسې دښمن سره مخ شول، چې (عادتاً) زیاتر وختونه د دوست په توګه راڅرګندیږي، خپل دښمنان په دوستۍ کې وهي، له شا ګذار کوي او تل په شاتو کې زهر ګډوي.

د امریکا په مشرۍ نږدې له ټولې نړۍ سره جګړه ((د عقل پر بنیاد)) جنون دی، سادګي ده او ناپوهي ده! مګر افغانانو ته عقیدوي بعد، ایماني وجائب او استقلالي ارزښتونو تر دې هم لوړ دي.
بلې ټوله نړۍ!

هو! ټولې نړۍ پر موږ هجوم راوړ (خو چا مسقیم او چا هم غیر مستقیم) کله چې امریکا پر افغانستان برید کولو، لومړی یې ټوله نړۍ تېر ایسته او بیا یې وډاره کړه ! یو عمومي اخطار یې داسې ورکړ: ((که چا له طالبانو سره مرسته وکړه او یا یې پناه ورکړه،  هغه به هم زموږ داسې دښمن وي لکه طالب!!!)) بیا (د بین الملل، روس، چین،  پاکستان او ایران په ګډون) هېچا هم دا جرئت ونشو کړای؛ چې د غربي نړۍ مخې ته ودریږي، یاخو لږ تر لږه ورته ووایي چې: څه کوې!

بین المللي ټولنې (چې په نړۍ کې ځان ته د مور او پلار حیثیت ورکوي) هم دا و نه ویل چې؛ ګواکي طالبان خو هم د بشر یو جز دی! ښځې او بچي لري! لږ تر لږه خو باید د خبرو حق ورکړل شي ، مثبتې غوښتنې یې باید واورېدلې شي، هغوی خو اوس (په لومړنیو جګړو کې) مات شوي، نو باید په خپل وطن کې د ژوند کولو حق ورکړل شي او یا خو لږترلږه دومره پرېښوول شي، چې خپل ماشومان کومې خواته وباسي، تر څو و نه وژل شي.

خو نه نه!!! له طالبانو سره غربي نړۍ او بین المللي ټولنې دواړو دومره ظلم وکړ، چې د بشر په تاریخ کې یې بیخي بېلګه نشته.

طالبانو په لومړي سر کې له نړۍ څخه فقط د ژوند کولو حق غوښت او بس (هغه که په خپل هېواد کي وای او که د هجرت په دیار کې!) خو دوی په ځواب کې ورته وویل ((طالبان فقط باید ووژل شي، هغوی د ژوند حق نه لري))
یعنې طالبان جګړې ته وچ کلک مجبور کړل شول، ځکه خو یې داسې جګړه هم پیل کړه، چې کارنامې به یې تاریخ په سرو زرو ولیکي.

طالبان د جګړو ډګر ته د مرګ په تکل ووتل، نه د ژوند، د هر مبارز او طالب مجاهد هدف به یوازې شهادت ؤ او په دغه تمه یې له ژوند څخه خوند اخیست او همدغې انګېزې به د خوشالۍ او مینه ناک تبسم سیوری پرې کولو.

وا افغانانو!  الله ته په سجدو شئ! نن چې هر حال راباندې راغلی، د پرون په تناسب سل واره ښه دی.

وچه ډوډۍ چې په امن او خوشالۍ کې وي، د غم د ټغر له کبابونو خوندوره او بهتره ده.
الحمدلله چې وینه ولاړه ده او هېڅوک مو نه وژل کیږي، امن راغلی! فقط چې اوس صبر وکړو او لاس په کار شو.

حالت مو بدلیږي او ښه کیږي ان شاءالله، خو باید چې دغه آخرنی چلېنج هم له مخې لیرې کړو او نتیجه مو یې د پاشلو پر ځای سره متحد کړي.
د اسلام په تاریخ کې دا دویم ویاړ دی چې افغانانو تر لاسه کړ، قسم په خدای چې زه خو چورت و وهم، موږ د دغه ویاړ لایق نه وو، بس الهی فیرزوینه ده نو.

ټول غرب او د غرب ټولو ملګرو ته ماتې ورکول او بیا خپل ټول افغاني دښمنان بښل! دا پخپله د دې شاهدي ورکوي، چې دا هېواد نور د تمدن په درشل ولاړ او اسلامي امارت یې د جوړښت په غم کې ډوب دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

د افغانستان د جهاد داستان د طالبانو اسلامي امارت افغان جهاد او ۳۵ مثالی ځوانان امريکا لا هم هغه وخت نه غوښتل د روسيې پر وړاندې ځان د خبرې سر کړي، خو دا پاکستان وو چې هرڅه يې پر ځان ومنل او يو سخت دشمن سره مخ شو، نو د امريکا ارادې په وروستيو کې خرابې وې. هغه کارونه چې مونږ د افغان جهاد کې له ګډونه بايد د پاکستان له پاره کړی وی نه وو شوي. د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړی شوی وی، خو مونږ چې ليدل په کابل کې د مجاهدينو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx