افغانستان

هلمند کې د ۷۰۰ روږدو کسانو درملنه پیل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۰ل):  د هېواد په سویلي ولایت هلمند کې ځايي چارواکو په یو بې ساري اقدام کې ۷۰۰ تنه په نشه یې توکو روږدي کسان راټول کړي او ددې ولایت په مرکزي زندان کې یې د هغوی درملنه او پالنه پیل کړې ده.

په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي مسئولین وايي، په لښکرګاه ښار کې په نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر اندېښمنوونکی ؤ، د کومې له امله چې جرمي پېښو کې هم زیاتوالی راغلی ؤ، ځکه دوی مجبوره شول چې دغسې یو ګام پورته کړي.

د هلمند د محبس د قومندان بهاوالدین عاطف د معلوماتو له مخې د لښکرګاه په محبس کې ۷۰۶ تنه روږدي کسان ساتل کیږي، چې له ۴۰۰ څخه زیاتو کسانو حالت عادي شوی؛ خو لاهم هلته ورته پاملرنه کیږي.

نوموړی زیاتوي، په دغه مرکز کې روږدو کسانو په منظم ډول ډاکټران ورځي او د روغتیا او نظافت چارو کې د جدي پاملرنې ترڅنګ هغوی ته دیني درسونه هم ورکول کیږي.

داچې د روږدو کسانو په راټولونې او درملنه کې کوم هېواد او یاهم سازمان ورسره مرسته کړې په اړه یې د هلمند د زندان مسئول وايي، دغه ټوله پروسه په هلمند کې د اسلامي امارت له بودیجې څخه تمویلیږي، یوازې د زندان په پاکولو کې د سرې میاشتې ادارې لخوا ورسره یوه اندازه مرسته شوې ده.

د هلمند په مرکزي زندان کې تر درملنې لاندې روږدو کسانو کې یو شمېر د پخواني رژیم عسکر او اربکیانو ترڅنګ ځینې کم عمره ماشومان او ځوانان هم شامل دي چې وايي، د کورنۍ د نورو غړو په نشه اخته کېدو له امله دوی هم روږدي شوي دي.

باید وویل شي چې په افغانستان باندې د امریکايي یرغل راهیسې په هېواد کې د کوکنارو کرکیلې زیاتېدو ترڅنګ په نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر کې په حیراوونکي ډول زیاتوالی راغلی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه دامهال په افغانستان کې تر درې ملیونه زیات کسان په نشو روږدي دي، چې په دې کې زیاته برخه له ایران څخه راستانه شوي کډوال او د پخواني نظام عسکر، پولیس او اربکیان تشکیلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx