افغانستان

ارزګان کې له سلګونو جګړه ځپلو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۰ل): د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، له بې وزلو او جګړه ځپلو کورنیو سره د مرستو په لړ کې غواړي په ۲۶۰۰ اړمنو او جګړه ځپلو کورنیو خوراکي توکي وویشي.

دا مرستې به هغو کسانو ته ویشل کیږی چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د تیرو جګړو پرمهال یې هرڅه له لاسه ورکړي دي.

په دغو خوراکي مرستو کې به د هرې کورنۍ لپاره ۴۵ کیلو د اوړو بوجۍ، څلورنیم لیټره غوړي او دال شامل وي.

باید وویل شي چې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او اسلامي امارت د واکمنۍ سره همهاله د اسلامي امارت مسئولینو د یو شمېر خیریه مؤسسو په همکارۍ د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې له زرګونو بې وزلو او جګړه ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړي او ژمنه یې کړې چې د مرستو دغه لړۍ به جاري ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx