افغانستان

جلال آباد کې د افغان خبریال سید معروف سادات وژل وغندل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې او د خبریالانو د دفاع کمیټې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د افغان خبریال سید معروف سادات د وژلو پېښه په کلکه غندلې ده.

په هغه ګډه وینا پاڼه کې چې د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې او خبریالانو د دفاع کمیټې لخوا خپره شوې دا برید ناځوانمردانه بلل شوی  او له حکومتي چارواکو څخه یې د عاملینو د پيدا کولو او مجازات کولو غوښتنه کړې ده.

د اګست په پنځلسمه نیټه په کابل او ټول افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له ټینګښت وروسته دا لومړی خبریال دی چې په افغانستان کې د هدفي برید ښکار ګرځي.

ارواښاد سید معروف سادات له تیرو دوه لسیزو راهیسې له مختلفو کورنیو او بهرنیو رسنیو او راډیو ګانو سره د کار کولو ترڅنګ د ننګرهار ولایت د کلیو د بیا رغونې ریاست ویاند په توګه هم دنده ترسره کړې وه، چې تېر ماښام د جلال آباد په درېیمه ناحیه کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې له درې نورو کسانو سره ووژل شو. په دغه برید کې د نوموړي د ماشوم زوی په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د اسلامي امارت په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو هدفي بریدونه او بمي چاودنې زیاتې شوي، چې له امله یې د جلال آباد د امنیت په تړاو د ولس ترمنځ اندېښنې راټوکېدلي دي.

خلک شکایت کوي چې په هېواد کې د پخواني رژیم له نسکورېدو او اسلامي امارت له واکمنۍ سره د هېواد له لویو زندانونو څخه د اسلامي امارت د منسوبینو ترڅنګ په زیات شمېر کې جنايت کاران او د داعش جګړه ماران هم خوشې شوي او همدا لامل دی چې په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه ترسره کیږي.

دوی د اسلامي امارت له مسئولینو غوښتنه کوي چې په ښارونو او کلیوالي سیمو کې تصفیوي او چاڼیز عملیات په لاره واچوي او هغه نامسئول وسله وال او جنایت کاران بې وسلې کړي، چې د خلکو ژوند ګواښي او عامه نظم اخلالوي.

د اسلامي امارت مسئولینو که څه هم د «صفونو د تصفیې» په نوم د پروسې د پیل اعلان کړی؛ خو هېوادوال ددې پروسې د چټکتیا غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راتګ سره د ملکي تلفاتو او جګړو کچه صفر ته راټیټه شوې؛ خو بیا هم په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه هغه څه دي چې ولس یې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx