افغانستان

ملي دفاع وزارت د نامعلومه او بې اسنادو موټرو خرڅول په مطلق ډول بند کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۰ل): د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې وسلو، مهماتو، نامعلومه او بې اسنادو موټرو اخیستل او خرڅول تر امر ثاني پورې په مطلق ډول بند کړي دي.

د دفاع وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د دولتي ادارو څخه ځينې موټر او وسلې غیر مسوول کسانو ویستلي.

همدا راز د تېر حکومت ځینې اشخاصو څخه وسائط، وسائل، وسلې او مهمات تسلیم شوي دي خو له تسلميدو وروسته اړوند ادارو ته نه دي رسیدلي.

اعلاميې زیاته کړې ده چې یاد کسان کوښښ کوي چې ترلاسه شوي وسائط، وسائل او مهمات وپلوري.

د اعلاميې له مخې د دې لپاره چې د دولتي وسایلو د پېر و پلور مخه یې نیولي وي د وسلو، مهماتو، نامعلومه او بې اسنادو موټرو په خرڅولو او اخیستلو یې تر امرثاني پورې مطلق بندیز لګولی دی.

دفاع وزارت د ولایتي مسوولینو او امنیه قومندانانو څخه غوښتي دي چې د اعلاميې مطابق اړینې چارې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

وزارت دفاع او وزارت داخله باید په هره ولسوالي او ولایت کي د ځایي خلګو او پخوانیو چارواکو په شمول کمیسیونونه جوړ کړي څو په پوستو، قرارګاهوو او نورو مرکزونو کي تسلیم سوي او ورکو وسایطو او وسلو شمیر او موقعیت معلوم سي. موجود وسایط او مهمات باید ټوله تثبیت او راجسټر سي او اړوندو مسئولینو پسي قید سي. امریکایي M-5 او M-7 او نور وسایل په پاکستان، ایران او ټوله نړۍ کي وږي خریداران لري. په تیر رژیم کي په زرهاوو امریکایي ټوپکان پر پاکستان خرڅ سول او د هغوئ نقلونه په دره آدم خیلو کي جوړ سول او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x