
محمد طاهر ثابت
طالبانو ځمکنی فزیکي اشغال ختم کړی دی. الحمد لله. هوایي فزیکي اشغال، سیاسي، خارجي او اقتصادي اشغالونه لا دوام لري. ددې اشغال لا پیاوړتیا به دوام ومومي.
د پورته اشغالو څخه هغه چې اوس طالبان پکې د ملاتړو په څیر برخه اخلي هغه د بهرني امدادي اقتصادي سیستم پیاده کول دي. امدادي اشغال د بین المللي ارګانو لخوا بیا شروع او طالبان یې په زاریو سره هرکلی کوي. مونږه اوس په دې ضروري وخت کې طالبان نه باندې ملامتوو ځکه د ضرورت په وخت کې هر حرام جواز لري مګر هغه د شرک منل وي. خو بیا هم طالبان به ملامت سي که دوی، اوس او په ډیره چټکۍ سره د افغانستان اقتصاد بیرته په خپلو پښو درولو کې هر اړخیز فکر ونکړي او د هغه لپاره سر له نن قدم پورته نکړي.
د دوی د لوی جهاد برخه اوس له دې ځایه باید شروع سي.
د طالبانو هره اقتصادي کارنامه باید له لاندې ټکیو څخه بېربطه پاتې نسي. طالبان باید د پخو اقتصاد دانانو سره تماس ونیسي او له هغوی داسې نظر وغواړي چې هغه د افغانستان اوسنی حال وویني او په یوه نوې طریقه افغانستان له امپریالیستي نظام نه آزاد کړي. ترڅو طالبان اوسني بین المللي نظام ته وفادار وي د دوی آزادي ناممکنه ښکاري. دوی کولاي سي له هغو هیوادو څه زده کړي چې د غربي امپریالیستي نظام څخه سر ټکوي او له هغه نه یې زیات زیان لیدلی دی. په دې دولتو کې چین، روسیه، شمالي کوریا، ایران، وینزویلا، ځینې افریقایي دولتونه او حتی ترکیه او پاکستان شامل دي.
له پورته مطلب سره تړلي ټکي چې اسلامي امارت ورته عاجل نظر وکړي لانديني ټکي دي. البته زه د اقتصاد تخصص نلرم خو هغه چې زه درکوم شاید نوښتګر اقتصادي پوهان په هغه باندې زیات موافق وي او د لانديني ټکیو سم او دقیق ارزونه وکړي.
اول: په اوسني وخت کې داسې مالومیږي چې افغانستان له یو بد سیستم سره مخ دی. د افغانستان شتمنۍ په امریکا کې خوندي سوې ده، امریکایي نوټونه راغوښتل کیږي، په کابل او نورو ښارو کې د افغانۍ په ځای امریکایي ډالر چلیږي او افغانۍ په دښمن دولتو کې چاپیږی. دا په دی مانا چې افغانستان د دښمن تر چړې لاندې دي. هغه ډالر چې امداد سوی و هغه په بې عقلۍ او خیانت سره نه دي سپمیدلي او یا یې د هغو په بیه افغانۍ ندي چاپ کړي. هغه یې په قمار بازۍ باندې لیلام کړي دي. په همدې دلیل اوس اسلامي امارت نه ډالر لري او نه افغانۍ.
اسلامي امارت کولی سي د ډیډالرایزیشن پالیسي خپله کړي او د چین او روسیې په ډول نوې لاره پیدا کړي. د دوستو هيوادونو یوه بله پیسه د صادراتو او وارداتو لپاره استعمال کړي. افغانۍ په چین او یا بل دولت کې چاپ کړي او یا وروسته د افغانۍ د چاپولو لپاره خپله مطبعه ولري. خپله مطبعه به ګرانه وي خو هغه به د افغانستان د ثابت اقتصاد لپاره ګټور وي.
دوهم: افغانستان خصوصي بانکونه لري خو بانکونه د خپلې دندې سره برابر کارونه نکوي. بانکونه باید د افغانۍ د دورانولو(banknotes circulation) مرکزونه واوسي خو په افغانستان کې داسې نه کیږي. نه مرکزي بانک دا کار کړی او نه خصوصي بانکونه په هغه کې پیاوړی رول لري. بانکونه باید خپلې پیسې په کار واچوي مګر هغه هم ښه نه ده کار سوي. د دوی پیسې کمې بیرته بازار ته عرضه کیږي او هغه هم په ډیر مشکل. بانکونه کولای سي قرضونه او معاملې ولري ترڅو اقتصادي وده راسي خو هغه هم اوس په ټپه ولاړ دي او د افغانۍ د زیاتولو امکانات کموي.
اسلامي امارت باید د بل اسلامي ترقي کونکي دولت، مثلا مالیزیا او اندونیزیا، له اسلامي بانکي سیستم څخه د افغانۍ د قیمت د ثبات او عرضه او د خصوصي بانکو فعالیت زده کړی او رواج کړي.
دریم: د افغانۍ چاپول د بانکونو په تقاضا باندې چالانیږی. دا چې بانکونه صرف د افغانۍ د توزیع، حوالې او صرافي مرکزونه وي نو د افغانۍ د دورانولو امکانات کم او په دې توګه د افغانستان اقتصاد په یوه بد او ناقص ډول عیار سوی دی. که ډالر او افغانۍ عرضه نسي نو بانګونه وچ دریږي.
اسلامی امارت باید د خصوصي بانکو د اصلاح په هکله سوچ وکړي او د افغانستان له بانکو نه سم بانکونه جوړ کړي.
څلورم: په افغانستان کې په دا شلو کلو کې مفسد مزدورانو د سالم اقتصاد لپاره کار ندی کړی. خلک یې ندي هڅولي چې د افغانستان خلک قانع کړي چې له افغانۍ نه کار واخلي ترڅو معاملات په ډالرو، روپۍ او یا بله خارجي پیسو ونکړي، دوی داسې یوه نظام ته اجازه ورکړې چې افغانۍ بې قدره او بې بیې ثابته کړي.
د افغانۍ د اخیستلو لپاره یې بازار ندی برابر کړی. يه یوه فرضي ډول یې د افغانۍ بیه ټاکلې ده چې په خیراتو ولاړه ده او د بازار له راکړې ورکړې سره کوم تړاو نلري. اسلامي امارت په دې هکله باید عاجل اصلاحات په نظر کې ونیسي.
پنځم: په یوه سالم اقتصادي سیستم کې افغانۍ باید په بانکو کې خوندي وي. بانکونه خلکو ته د سپما او مصرف حسابونه ولري ترڅو د ضرورت په وخت کې نقدي افغانۍ د استعمال لپاره کميوایستل سي او غټ نقدي مصرفونه په چیکو او الیکتروني توګه د نورو خلکو حسابونو ته نقل سي. په دې توګه د افغانۍ نوټونو ته به کم ضرورت وي، خو کله که بانکونه افغانیو ته ضرورت ولري نو د هغوی د ضرورت په مناسبت به مرکزي بانک د نویو افغانیو د چاپولو حق ولري او نقدي افغانۍ به غوښتونکو خصوصي بانکونو ته عرضه کړي.
شپږم: د افغانستان د صادراتو او وارداتو سیستم هم د افغانۍ د پیاوړي کولو لپاره ندي عیار سوي. صادرات باید په ډالر خرڅ سوي وای او هغه ډالر په افغانۍ بدل سوي وای ترڅو کورني مواد په افغانۍ باندې اخیستل سوي وای. واردات باید د افغانۍ بدلولو ته عرضه سوي وای او بیا په ډالرو په خارج کې مال باندې اخیستل سوي وای او وروسته هغه مال په افغانیو باندې پلورل سوی وای. داسې مالومیږي اوس همداسې تبادلې ته ضرورت نه لیدل کیږي. په دی ډول نه ډالر او نه افغانۍ په کورو او دکانو کې ساتل سوې وای.
اووم: د کابل شهزاده بازار د افغانستان اقتصاد ته ټکر دی. هلته پټې سوداوې کیدلی سي، مردارې پیسې پریمنځل کیدای س، د افغانۍ بازار په مصنوعي ډول خرابولای سي، د مرکزي بانک په ضد کارو باندې لاس وهلی سي. د دې ټولو مخنیوی لازم دی او هغه سم منظم کولو ته ضرورت لري.
اسلامي امارت کولای سي چې شهزاده مارکیټ منظم کړی. هغه ټول صرافان په یوه تجارتي بانک کې سره یو ځای کړي او د هغه په فعالیتو محدودیت ولګوي.
اتم: افغان کارکونکي او سوداګر نه دي هڅول سوي چې ټول په بانکو کې خپل حساب خلاص کړي، دا د افغانۍ د نیستۍ غټ عامل بللی سو.
اسلامي امارت باید کوشش وکړي چې افغانۍ له بازاره پورته سي او ټول معاملات په الیکتروني ډول رواج سي. ټول خلک په بانک کې په حساب خلاصولو مجبور سي خصوصاً هغه د هر بازرګان او سوداګر په جواز کې ثبت او د هغوی کلنی راپور د هغوی د بانک له حساب سره مقایسه سي، په دې ډول به مالیه هم ټوله سي او د افغانۍ کمبود به هم رفع سي.
پایله:
دا پورته ټکي د یو عادي کس مشاهده تعبیروي چې هیله ده طالبان دا لیکنه ولولي او اقلاً دا لیکنه هغوی جدي توجه ته اړ کړي. افغانان که په داخل کې وي او یا خارج کې د یو نوي فکر په لټه کې سي چې اوسني کاپیټلیست او میکس سییستمونه وګوري او د هغه سره خپل ابتکار یو ځای کړي ترڅو نه تنها اوسني خنډونه شنډ کړي بلکه د آینده لپاره نوی قوي او آزاد اقتصاد په پښو ودروي.
ومن الله التوفیق
سلامونه او احترامات محترمه ستاسو پیشنهادات د یو لنډ او عارضی وقت لپاره درد دوا کولای شی اما دایمی نشی کولای، د افغانستان د اقتصاد د پیاوړی کولو یوازنی لار د مختلفو عناوینو لاندی د بهرنیو او داخلی سرمایه ګذاریو معقولانه راجلب وجذب دی څو افغانستان له یو مصرفی او واردونکی هیواد نه په یو تولیدی او صادرونکی هیواد تبدیل شی او بل کوم څه چی ددې سره په څنګ کې ډیر رول لری هغه د افغانستان له سوق الجیشی موقعیت نه د سیمی د مختلفو هیوادونو ترمینځ دراکړی ورکړی لپاره ترانزیتی استفاده ده هغه که هوایی وی یا زمینی،… نور لوستل »
دا سي ليکني چه په اقتصادي علميت نه وي ولاړي د فايدي يي زيان زيات دي داقتصاد پوهان بايد وګمارل شي چه پدي برخه کي اړين وړانديزونه وکړي اوهم اوسني چارواکي غوږ ورته کيدي او لازم قدمونه واخلي هر افغان د دي وطن په ابادۍ کي برخه واخلي اوداحق بايد ورته ورکړل شي۰
جناب ثابت صاحب لیکنه دې ښه ده خو دغه کارونه وروسته کېدای شي اوس په افغانستان کې اصلا نظام نشته هغه نظام چې ټول هېوادونو کې همدااوس شتون لري او پرمخ ځي……… د نظام جوړولو لپاره باید تر ټولو د مخه کار وشي او ژر باید وشي او لارې یې ډېرې دي لومړی لاره یې د یوې لویې جرګې له لارې د ټول هېواد د دیني علماوو، پوهانو او قومي مخورو په ګډون د یوې لویې جرګې د رابللو په واسطه د راتلونکي نظام د ټولو بنسټونو جوړول دي چې هم به افغانانو ته او هم به نړیوالو ته معقول… نور لوستل »
زاهد ته: په نظام قصدآ کار نکیږی. نظام چی را منځ ته شی بیا نو د باکستان رول به څه وی؟ سفیر د پاکستان تمامه ورځ کابل کی په وزارتونو باندی ګرځی، عمران خان او قریشی چی څه کوی ټول یی وینی.
سلامونه دافغانستان ملی بانک او دکابل او نورو پوهنتونو استادان، چه ځینی یی شاید په بهر کی وی، کولای سی په عمده ټکو لکه دافغانی چاپول او هغه بیا بازار ته عرضه کول، په ډیر زر ډول فیصله وکړای سی. مانیټری پالیسی (monetary policy) دمرکزی بانک په اختیاراتو کی وی چه هغه هم ماکرو (عمومی) او مایکرو (جزئی) اقتصادی پیشرفت په نظر کی نیسی. دمانیټری پالیسی په څنګ کی بله مالیاتی یا فیسکل (fiscal) پالیسی وی چه هغه دحکومت له خوا نیول کیږی. داقتصاد، یا مالیی وزارتونه هغه جوړه وی چه هغه دمالیی په مصارفو ولاړه وی. مالیه یا تکس… نور لوستل »