
ټويټر د افغانستان د حکومت ویاند په حساب محدودیتونه وضع کړل
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۰ل): ټویټر شرکت د افغانستان د حکومت ویاند او د اطلاعاتو و کلتور وزارت معین ذبیح الله مجاهد په ټویټر حساب محدودیتونه وضع کړي دي.
د ذبیح الله مجاهد حساب نن وروسته له هغه محدودیتونه وضع شول چې د کابل د برید په اړه یې خبر ورکړ.
د ټویټر د اصولو له مخې کله چې د ټويټر اکونټ محدودیت وضع شي نو یاد شخص یا اکونټ ته لاسرسی د لاسه ورکوي، څه خپرولای نشي او نه هم څه خوښولای شي.
تر دې وړاندې فیسبوک هم د افغانستان د حکومت په چارواکو محدودیتونه وضع کړي ول. فیسبوک آن هغه اکونټونه چې د ذبیح الله مجاهد او د حکومت د چارواکو عکسونه خپروي، له منځه وړي.
د ذبیح الله مجاهد اکونټ باندې په داسې حال کې بندیزونه وضع کیږي چې تېره ورځ د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونلډټرمپ له محکمې وغوښتل چې ټويټر ته امر وکړي څو د ده حساب بېرته خلاص کړي.
ټرمپ ویلي وو چې ټويټر طالبانو اکونټونو ته اجازه ورکوي خو دده یې بند کړی دی.
ذبیح الله مجاهد هم په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د فیسبوک د هغه اقدام مقابل کې چې د طالبانو اکونټونه به بندوي n یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې دا پوښتنه دې له هغوی وشي چې د بیان د ازادۍ مدعیان دي.