افغانستان

د کابل عیدګاه ته څېرمه چاودنې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار عیدګاه ته څېرمه د پرون ورځې بمي چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېره ۲۸ کسانو ته پورته شوه.

دا پېښه پرون مازدیګر د عیدګاه مخې ته د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې په داسې مهال رامنځته شوه، چې په عیدګاه کې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د مور بي بي د فاتحې مراسم هم روان وو.

که څه هم ذبیح الله مجاهد د پېښې په لومړیو کې د ۲ تنو د مړینې او ۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی ؤ؛ خو د وروستیو شمېرو له مخې په دغه پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

چارواکي وايي، د پېښې زیاتره قربانیان عام خلک دي، چې د عیدګاه مخې ته هر وخت ولاړ وي.

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي هم ددې پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي، چې په دې تړاو یې درې تنه شکمن کسان نیولي؛ خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو او د اسلامي امارت له بشپړې واکمنۍ راهیسې دا لومړی ځل دی چې په کابل ښار کې داسې یوه خونړۍ پېښه ترسره کیږي، چې له امله یې کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.

خلک شکایت کوي چې په هېواد کې د پخواني رژیم له نسکورېدو او اسلامي امارت له واکمنۍ سره د هېواد له لویو زندانونو څخه د اسلامي امارت د منسوبینو ترڅنګ په زیات شمېر کې جنايت کاران او د داعش جګړه ماران هم خوشې شوي او همدا لامل دی چې په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه ترسره کیږي.

دوی د اسلامي امارت له مسئولینو غوښتنه کوي چې په ښارونو او کلیوالي سیمو کې تصفیوي او چاڼیز عملیات په لاره واچوي او هغه نامسئول وسله وال او جنایت کاران بې وسلې کړي، چې د خلکو ژوند ګواښي او عامه نظم اخلالوي.

د اسلامي امارت مسئولینو که څه هم د «صفونو د تصفیې» په نوم د پروسې د پیل اعلان کړی؛ خو هېوادوال ددې پروسې د چټکتیا غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راتګ سره د ملکي تلفاتو او جګړو کچه صفر ته راټیټه شوې؛ خو بیا هم په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه هغه څه دي چې ولس یې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx