افغانستان

د کابل ښار ۱۷ ناحیه کې د داعش یو پټنځای له منځه وړل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه یې د کابل ښار اوولسمه امنیتي حوزه کې د داعش«فتنه ګرو» یو پټنځای له منځه وړی دی.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځانګړې قطعې «مجاهدینو» تیره شپه د کابل شار ۱۷ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د داعشي فتنه ګرو په یوه ځاله پرېکنده او بریالي عملیات ترسره کړي دي.

نوموړی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې د داعش وسله والو مرکز له منځه وړی او په کې میشت داعشي فتنه ګر وژل شوي دي.

له بل پلوه د کابل ښار اوسېدونکي هم وايي، چې تیره شپه د اوولسمې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې په «بوستان» سړک کې د طالبانو ځانګړو ځواکونو د داعش وسله والو یو پټنځای کلابند کړی وو او هلته د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله کېدلې.

د ښاریانو په خبره له لږ ځنډ او څو چاودنو وروسته د ډزو آوازونه کرار شول؛ خو وروسته څرګنده شوه چې په یاد پټنځای کې کلابندو داعش وسله والو خپلو ځانونو ته چاودنه ورکړې ده.

ځايي خلک دغه راز وايي، چې د داعش وسله والو لخوا یو شمېر کورونو ته لاسي بمونه هم اچول شوي چې خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو او د اسلامي امارت له بشپړې واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې په کابل ښار کې وسله واله نښته ترسره کیږي، د کومې له کبله چې د ښاریانو ترمنځ اندېښنې راټوکېدلي دي.

خلک شکایت کوي چې په هېواد کې د پخواني رژیم له نسکورېدو او اسلامي امارت له واکمنۍ سره د هېواد له لویو زندانونو څخه د اسلامي امارت د منسوبینو ترڅنګ په زیات شمېر کې جنايت کاران او د داعش جګړه ماران هم خوشې شوي او همدا لامل دی چې په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه ترسره کیږي.

دوی د اسلامي امارت له مسئولینو غوښتنه کوي چې په ښارونو او کلیوالي سیمو کې تصفیوي او چاڼیز عملیات په لاره واچوي او هغه نامسئول وسله وال او جنایت کاران بې وسلې کړي، چې د خلکو ژوند ګواښي او عامه نظم اخلالوي.

د اسلامي امارت مسئولینو که څه هم د «صفونو د تصفیې» په نوم د پروسې د پیل اعلان کړی؛ خو هېوادوال ددې پروسې د چټکتیا غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راتګ سره د ملکي تلفاتو او جګړو کچه صفر ته راټیټه شوې؛ خو بیا هم په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه هغه څه دي چې ولس یې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

د بوکو حرام د ډلی د مشر ابوبکر شیکاو تجربه په دوی هم تکرار شوه، هغه څه موده مخکی د همدی له وجی چی د همدی داعشیانو لاس ته ژوندی ونه لویږی ځانته چاودنه ورکړی وه اوس دا ده دوی په هماغه شکل چاودنه ځانته ورکړه.

محمد

د عیدګاه جومات د پېښې مسئولیت د لنډغرو مشر (احمد مسعود د لوی خاین زوی) په غاړه واخست او ویې ویل چې دا زمونږ کار دی. اوس نو باید د لنډغرو لاسپوڅو او داعش ته داسې درس ورکړل شي چې بیا تر ابده سر را پورته نکړي. مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx