نظــر

زغم او تحمل د خپلواک، په ځان بسیا او مقتدر افغانستان هېله!

عبدالکبیر فاروقي

هر ملت چې د خپلې خپلواکۍ او استقلال پرته بل څه غوره وګڼل، هرڅه د لاسه ورکوي.

پورته جمله یوه کره، په واقعیت بنا او لکه لمر ښکاره حقیقت دی، خپلواکي د ملتونو د راحت، سکون، اطمنان، په ځان بسیاینې او هر نوعه پرمختګ لپاره اساسي بنسټ او تهداب دی، هغه ملتونه چې خپلواکي نلري د هغو افتخارات، سرمایه او منابع نشت سره برابر ګڼل کیږي، ځکه مالک د تصرف په کې بل څوک وي، څنګه چې وغواړي هغه رقم یې استفاده کوي، په کل کې د خپلواکۍ پرته یعنې هرڅه ضرب صفر مساوي صفر.

د خپلواکۍ اهمیت او ارزښت ته په کتو چې څومره حیاتي ده، د خپلواکۍ اخیستل، د خپلواکۍ ساتنه او خپلواک اوسیدل هم د هر چا او هر ملت کار ندی، ډېرو ستونزو، مشقتونو، قربانیو او نهایتاً زیات عمل او تدبیر ته ضرورت لري.

که نړۍ ته وګورو او په نړۍ کې د هغه ملتونو تاریخ مطالعه کړو چې نن ورځ، په نظامي، سیاسي او اقتصادي لحاظ د یو ښه حیثیت او موقف څخه برخمن دي، په واقعي توګه به درک کړو، غاړه به کیږدو او وبه منو چې واقعاً منحیث د یو ژوندي ملت پاتې کیدل، پرمختګ، په ځان بسیاینه، قدرت کیدل او د رقیبانو سره سیالي د ستونزو د تحمل تقاضا کوي.

په څو لنډو کرښو کې څو نمونې:
د اسلام په ابتداء کې کله چې اسلام په عربي پرګنو کې خپرېده، قریش سره راټول شول او د یوه لیک په ترڅ کې يې ژمنه وکړه، چې دوی به بنو هاشم او بنو عبدالمطلب ته لور او خور نه ورکوي او نه به له هغوی څخه څوک نکاح کوي، نه به څه پرې خرڅوي، نه به څه ترې اخلي، پرېکړه لیک يې د تأکید لپاره د کعبې دننه وځړاوه، دا مهال د بعثت اووم کال وه، بنو هاشم او بنو عبدالمطلب ابو طالب سره ملګري او له هغه سره په دره کې مېشت شول، دوی له بندیزونو څخه ډېر تنګ او زیانمن شول، دوی به د سمر(کیکر) پاڼې خوړلې، ماشومانو به یې له لوږې په چیغو ژړل، له لرې ځایه به د دوی د ماشومانو ژړا اورېدل کېده، ډېر سخت د ظلم او دښمنۍ نهایت حد وه، نه یواځې مسلمانان بلکې د مسلمانانو کافر خپلوان او خواخوږي هم په بندیزونو کې شامل وه، مګر مؤمنانو صبر وکړ، له زغم او حوصلې نه یې استفاده وکړه، له ستونزو سره یې مقابله وکړه، هماغه و چې د روم او کسری امپراطوري یې را وپرځولې، د اسلام بیرغ یې پرې رپاند کړ او د نړۍ حاکمیت یې ترلاسه کړ.

زمونږ سره څنګ کې نږدې ګاونډی پاکستان تقریباً ۷۴ کلن دی، د یو ډير عمر لرونکي پاکستاني له قوله، د ده په وینا چې پاکستان يې په مخ کې پیدا شوی، هغه وایي کله چې پاکستان د هند نه بېل او مستقل دولت شو، مونږ دومره د ستونزو ډک حالت درلوده، چې مونږ حتی د خپلو مړو جسدونو لپاره کفن( په کُل کې ټوټه) نه درلوده، مونږ د کفن لپاره د سنډینو بوجیو نه استفاده کوله، اوربلونکی مونږ نه درلود، له بل کلي مو اور راوړ او استفاده به مو کوله، همداسې چې کله به مونږ سره اور موجود وه، نو د نورو کلو خلک به زمونږ کلي ته د اور لپاره راتلل. صابون مونږ نه درلوده، د جامو د وینځلو لپاره له کلي لرې یو نوعه خاوره موجود وه، له هغې مو استفاده کوله.

ددۀ په وینا دا نن چې کوم پاکستان موجود دی، کوم اقتصاد لري، سیاسي، نظامي او استخباراتي ځواک او حیثیت لري مونږ دومره ستونزي او مشکلات زغملي او صبر مو کړی.

همدارنګه په ۱۹۹۷م کال کې د چین یو هیئت افغانستان ته راغلی وه، هغه مهال هم د اسلامي امارت حاکمیت وه او نړيوال بندیزونه په امارت موجود وه، دوی ویل طالبان کولی شي له بندیزونو نه هم استفاده وکړي، د دوی په وینا کله چې چینایانو په چین کې انقلاب وکړ نو بهرنۍ مؤسسې د بشري مرستو لپاره چین ته راتللې، چینایان دومره کمزوري وه چې د خوراکي موادو لپاره یې لوښي نه درلوده، ترڅو د مؤسساتو لخوا مرسته کیدونکي خواړه پکې واچوي، په همدې حالت کې د انقلاب مشر اعلان وکړ چې ټولې بهرنۍ مؤسسې دې د چین څخه بهر شي، هماغه و چې چینایان خپله لاس په کار شول او په شلو کالو کې مونږ د اټومي قدرت څښتنان شو.

همدارنګه ایران هم مونږ سره ګاونډ کې دی او د امریکا سره تر ډېره په روابطو کې د تقابل حالت لري، د امریکا له خوا د سختو بندیزو لاندې یې ملت ډيرې سختې وزغملې، د ایران اقتصاد دومره کمزوری شو چې زما د یادښت له مخې زر ایراني تومن د شل افغانیو سره معادل تبادله کیدلې مګر داسې حالت هم راغی چې زر تومن د دوه افغانیو کم ارزښتنه شو، ایرانی ملت سخت تر فشار لاندې و، مګر د ایران مخکیني ولسمشر حسن روحاني وویل: د بندیزونو لاندې ژوند راته د غلامۍ د ژوند نه زر ځله غوره دی، یعنې ملتونه او د خپلواکۍ په ارزښت پوه ملتونه او مشران د خپلواکۍ د حفظ په موخه هر نوعه ستونزو ته غاړه ورکوي.

نو مونږ افغانان چې د خپل هېواد د خپلواکۍ او پرمختګ ډېر لېوال یو او ډېري ستونزې مو ورته وګاللي، نن الحمدلله د ټولو خوښیو مور د ارام، سکون او پرمختګ اساس، د رب ‌ذوالجلال ځانګړی نعمت، خپلواکۍ او اسلامي نظام څخه برخمن یو، هغه څه چې لپاره یي ډېر خواږه بدنونه او ګل ګل ځوانۍ د الله(ج) په نوم قربان شوې، نو تراوسه مو چې د خپلواکۍ او اسلامي نظام لپاره په خپلو بدنونو پورې باروت او د اور لمبې زغملي، نو اوس خو هم باید نه یواځي زغم ولرو، بلکي د الله رب العزت لخوا د راکړل شویو نعمتونو شکر باید ادا کړو، انشاالله راتلونکي مشکلات به هم الله اسان او محوه کړي، د بني اسرائلو په څیر نا، چې الله(ج) ، د فرعون د ظلمونو او غلامۍ څخه وژغورل او دوې د پیازو، دالو، او ترو لپاره بي صبره شول او په بي ځایه غوښتنو یي ځانونه د خدای ناشکره او ابدي مقهور و ګرځول.

په ستونزو او مشکلاتو زغم او تحمل زمونږ د شریعت مطهره غوښتنه ده، او هم عملاً په نړۍ کې د هېوادونو د پرمختګ، استقلال، خپواکۍ، په ځان بسیایني او نورو صالحو لپاره یوه لازم او ضروري امر دی، نو ښه ده چې احساس، درک او تحمل ورلرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx