افغانستان

د شمال ټلوالې غړو له فرانسې څخه د داعش ملاتړ اعلان کړ «ويډیو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۰ل): د پخوانۍ شمال ټلوالې جګړه غوښتونکو غړو د فرانسې له پلازمېنې پاريس څخه د داعش ډلې ملاتړ اعلان کړ.

د فرانسې پلازمېنې پاريس څخه د پخوانۍ شمال ټلوالې يو شمېر غړو په يوه ويډيويي کليپ کې خپلې مخې ته د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود انځور هم ايښی او د داعش ملاتړ کوي.

دغه ويناوال وايي: «چې داعش افغانستان ته خراسان وايي، موږ يې هم خراسان بولو، داعش افراطي مسلمانان دي او زموږ خلک هم افراطي او مسلمانان دي، داعش غواړي، له طالبانو غچ واخلي، موږ هم دا غواړو، د داعش مطلق اکثريت تاجک او فارسي ژبي دي او موږ هم تاجک او فارسي ژبي يو، نو کومې ورځې ته په تمه يو، چې له داعش څخه ملاتړ ونه وکړو.»

دا په داسې حال کې، چې تاجکستان، فرانسه او يو شمېر نور هېوادونه د شمال ټلوالې ملاتړ کوي.

بل لور ته فرانسه، چين، روسيه او نور هېوادونه داعش خپل دښمن بولي.

په ۲۰۱۵ کال کې داعش ډلې د فرانسې په مرکز پاريس کې د يوه بريد پر مهال له سلو زيات فرانسويان وژلي وو، خو اوس له همدې ښاره د داعش په ملاتړ وينا خپريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

زیراب حزب التحریر و جمعیت اصلاح را بد زدند….

اوس نو سپین کړی ځانونه !

ځیرک څارونکی

د دوی د نوی ائتلاف تبریکی ورته وایو. جاهلی تعصبی لنډغریزم+ جاهلی دینی لنډغریزم= په تمامه معنی د جاهلی او لنډغری ټولنی ایجاد. په ایجاد کې ئې د ښه چانس په تمه.

pattang

له دې څخه به بل لوی حماقت او جنایت نه وي! چې د شمال لنډغران اوس دداعش ملا تړ کوي اوس به ګورو چې نړۍ واله ټولنه د لنډغرانو ته څه وایې او څرنګه عمل به ورسره کوي ، پټه د نوي پاتې چې داعش په فرانسه کې ډیر انسانان ووژل نوقابل د څار دی چې د فرانسې اولس او دولت به دداعشي قاطلانو نوي ورڼو ته څه وایې او څرنګه عمل به ورسره کوي‌ ؟

Ahmadi miragha

په 2017 او 2018 کال کې له اسپانيا هيوادنه د فيسبوک پاڼه له طرفه مې د داعش اصليت او دهغوي مخې ليکلي نشرولي او ځني هغه ليکنې هم چي نن. اسيا ويبپاڼي خپرولي چې ډېري په ځاې او حقیقت منطق سره برابرې حقیقت وه، خو د فيسبوک له طرفه به هغه ليکنې حذف بيدلي، او ورسته دينه ځيني شخصي کسان… اخر هغه هرڅه حک، او اختياره… ختم. نو داعش په دي کې به شک نه وي!!! خو انشاالله الله به د ريشتونو خلکو مددګار او دا ظاليمان نامراده سئ انشاالله العزیز

عبدالرقیب

په کومه ورځ کي داعش افغانستان د خراسان د ولایت په نوم ونوماوه، دغه ورځ مي سترګو ته جګه ودریدل. اصلاً ټلواله بل هیڅ آبشن نه لري چپله دې کاره. په کابل چي به د یو ایس ایډ لغړي قراردادیان سفارت ته ورتلل نو موټران به یې په هغو ماشومانو باندي سرویساوه چي د لښتي په مردارو اوبو به یې موټران پریولل او ډیري لږ پیسې به یې اخیستلې. اوس که دوئ دومره پیشرمه دي نو تر دې کار به ښه کار وروښیو چي تر دې ښه دیري پیسې په لاس ورتلای سي. پورن فلمونه دي جوړوي، هر یو به… نور لوستل »

ګل احمد

فرانسه د وخته وخته څخه د اسلام ضد دسیسو مرکز پاته سوې ده، که څه هم د نیپولیون په شان داسي امپراتوران هم پکښي تیر سوي دي چي د اسلام سره یې د فرانسې دښمني ختمولو څه هڅي کړي دي. د ایران شیعه انقلاب فتنه هم په فرانسه کي طرحریزي سوې ده. مسلمانان باید پر خپلو واکمنانو باندي راټول سي، هم یې تقویه کړي او هم یې د اسلامي حدودو پایبندي ته راوبولي. دا موموزه او بې سرو بې ښکره سازمانونه چي د اسلام د خدمت او جهاد د فرضې پر مخبیولو په پلمه راپورته کیږي، یو څرګند عمومي ګواښ… نور لوستل »

خوګياڼي

ګرانو هيوادوالو لږ ويښ او زمونږ د ګران هیواد افغانستان او افغانانو دښمنان وپیژني. زمونږ د وياړلې افغان ولس اصلي دښمنان شمالي ټلواله، شورا نظار سقاوي او ستمى ډله، حزب وحدت او جنبش ګلم جمو غلو ډله ده چې د داعش خر اسان ډله ورځني جوړه شوې او په افغانستان کې تخريبى کارونه او افغان وژنه کوي او د فرانسې، امریکا او تاجکستان د پوره ملاتړ ورسره دئ. بايد اسلامي دولت يې په کلکه مخه ونیسي.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx