امریکا له فوځ څخه ۵۰۰۰۰ زره عسکربرطرفه کوي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۷)یوامریکایی لوړ رتبه چارواکی خبرورکړی دی چی دیوپلان له مخي امریکا غواړي راتلونکو ۵ کلنوکی ۵۰۰۰۰ زره عسکرکم کړی، نوموړي زیاته کړه دغه پروسه به دراتلونکی کال دمارچ له میاشتي څخه پیل کیږي.

جنرال توماس پوسټک له ارمی ټايمز ورځپاڼي سره دخبروپرمهال وویل چی ترکال ۱۰۱۶ پوري به دامریکایی فوځ دوظیفه اخیستونکوشمیره ۵۲۰۴۰۰ ته ورسیږي.

پوسټیک زیاته کړه دراتلونکی کال دمارچ دمیاشتي دعسکرودکمولو دپروسي له مخی به دامریکی په فوځ کی ۸.۶ په سلوکي کموالي راشي، نوموړي زیاته کړه دعسکرو کمول به ددوو مرحلو له مخي ترسره شي، په اول کی به هغه ۲۲ زره عسکر کم کړل شي چی دري کاله مخکي په افغانستان کی امریکایی فوځیانو دزیاتوالي له کبله په فوځ کی شامل کړل شوی ول.

اوپه دوهمه مرحله کی به نور ۲۷ زره فوځان لري کړل شي کوم چي په کال ۲۰۰۷ دفوځ دپراختیا دپروګرام له مخي په امریکایی عسکري ځواک کي اضافه شوی ول.

نوموړی زیاته کړه څرنګه چی په عراق او افعانستان کی نور دزیاتو عسکرو ضرورت نشته، نوځکه چارواکو دغه ډیرښه وخت بللی دی چی په فوځ کی کموالي راولي، پوسټیک وویل داکومه نادره خبره نه ده ځکه په ماضي کی هم امریکا څو ځلي په فوځ کي کموالي اوزیاتوالي راوستلي دي، نوموړی وویل کوم عسکرچی له فوځ څخه برطرفه کیږي هغه  به دوختي دتقاعدي په توګه برطرفه کیږي

اودعسکرولري کول به په دوه ډوله وي، ځینی به هغه عسکروی چی په خپله خوښه غواړي په فوځ کی خپلي دندی ته دپاي ټکی کیږي دی اوځیني نوربه بیا دچارواکو لخوابرطرفه کیږی.

امریکایی عسکري سرچیني وایی داپروسه به دی ته لاره هواره کړي چي نورامریکایی تنکی ځوانان به له فوځ سره یوځاي شي.

دیادولو وړ ده چي روان کال په افغانستان کی دطالبانو داسلاي پاڅون له لوری دامریکایانو په وړاندی بریدونه نور زور اخیستي، اوپه دی وروستیو کی یی ډیرمهم امریکایی هدفونه په نښه کړی دي، روانه میاشت کی څو ځلي دوسلوالو طالبانو لخوا یو په بل پسي په کابل اوشاوخواکی کی دامریکی دسفارت او د سي آی ای دمرکزپه شمول څونورځایونه تربریدونو لاندي راغلي دی چي له کبله یی امریکایانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتي ده.

اوهمدارنګه شنونکي وایی چی امریکه په اقتصادي ډګر کي هم له سختو کړاوونو سره لاس اوګریوان دي، وایی دغه لاملونه دي چي امریکایان یی دی ته اړیستلي دي چي نه یوازي په عسکري ډګرکی بلکه دهیواد په ډیرو ملکی اوغیرملکی ادارو کی یی دپرسونلو په لري کولو لاس پوري کړی دي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)