دیني، سیرت او تاریخ

مېرمن یې داسې وایي!

لیکوال: أدهم شرقاوي
ژباړونکې: خدیجه وردګ

هر چا چې هغه پېژندلی؛ پرې ګران شوی دی. هر څوک چې ورته نږدې شوي؛ نور هم ورته تږي شوي دي. هر چا چې ورسره ملګرتیا کړې ده؛ زړونو ته یې ننوتی دی. هر چا چې له کور څخه د باندې لیدلی دی؛ قسم یې کړی چې اخلاق یې په هغه حد کې دي چې نور څوک نه شي ورته رسېدلای.

مګر دوی ټولو غوښتل پوه شي، هغه وخت چې دی کور ته ننوځي او دروازه بندوي حالت به یې څنګه وي؟ بله لاره نه وه پرته له دې چې د هغه مېرمن وپوښتي. ځکه مېرمن په کور کې د الوتکې هغه تور بکس ته ورته ده چې ټول بیانات او مهم تفاصیل پکې ثبت کېږي.

مېرمن یې دوی ته وویل: هغه چې هر کله کور ته راننوځي؛ موسکی وي. جامې یې تل پاکې وي که څه هم نوې نه وي او تل د عطرو خوشبویي ورسره وي.

ورته ویې ویل چې هغه تل له ما سره مهربان وي. هر کله چې په خپلو جامو کې کوم عیب وویني په خپله یې سموي تر څو زه زړه خوړینې نه شم. هر کله یې چې څپلۍ وشکیږي په خپله یې جوړوي ځکه دا هر څه د ځان لپاره عیب نه بولي.

ورته ویې ویل چې ما ته به یې په خپل لاس ډوډۍ راکوله، ځینې وخت به یې نیمه مړۍ خپله خوړله او نیمه نوره به یې ما ته راکوله، کله به چې ما په لوښي کې اوبه څښلې وې؛ هماغه لوښی به یې واخیست او په هغه ځای به یې خوله کېښوده چې ما به اوبه ترې څښلې وې! دغه د ده طریقه وه تر څو ماته وښایي چې له ماسره مینه لري.

ورته ویې ویل چې زما شکایتونو ته تل غوږ نیسي که څه هم ناڅيز شی وي او زما هر څه ته ارزښت ورکوي؛ سره له دې چې هغه دومره اندېښنې درولودې که په غرونو باندې بار شوې وای، غرونو یې زور نه درلود.
ورته ویې ویل چې هغه به د ماشوم په شان خپل سر زما په غېږ کې کېښودلو په داسې حال کې چې هغه داسې سیاستمدار و چې لښکرې یې سمبالولې، تړونونه یې لاسلیکول، په یو ځای کې یې سوله راوستله او په بل ځای کې یې جګړه کوله.

ورته ویې ویل چې کله به دواړه صحرا ته تللو د ځغاستې سیالي به مو کوله او یو ځل زه ترې مخکې شوم نو هېڅ بده پرې ونه لګېده.

ورته ویې ویل چې ما ته یې بل نوم اخیستو تر څو مې ونازوي، دا فکر حتی زما له پلار سره چې زه ډېره پرې ګرانه وم؛ نه و. هغه په دې کې عیب نه لیدو چې خلک د دوی دواړو په مینه خبر شي. عمرو بن العاص وایي چې ما یو ځل له هغه څخه پوښتنه وکړه چې اې د الله رسوله! څوک درته ډېر ګران دي؟ هغه وویل: عایشه!
که ته کومه اندېښنه او غم لرې هغه ته ټول امت اندېښنه او غم و، که ته کوم مسؤولیت لرې هغه د ټول بشریت مسؤولیت درلود، که ته یو شرکت، ورکشاپ یا مارکېټ اداره کوې هغه د عربو هغه جزیره اداره کوله چې تل به د دوو سترو امپراطوریو له خوا ګواښېدله ، که ته له وزیرانو سره ناسته ولاړه لرې هغه له جبرئیل سره ناسته ولاړه درلوده اوکه ته د ولسمشرانو په بلنلیک نورو هېوادونو ته ځې هغه د لوی الله په بلنه اووم اسمان ته تلو.

زمونږ غمونه نسبت د هغه غمونو ته ډېر کوچني دي، مسؤولیتونه مو د هغه له مسؤولیتونو څخه ډېر کم دي، مګر هغه ښه پوهېدو چې نبوت د واده وجوب نه شي ساقطولی، او دا امکان نه لري چې خلکو ته پاملرنه کول؛ هغه مېرمنې ته له پاملرنې کولو لیرې کړي. نو ځکه هر کله به چې هغه کور ته راننوتلو له ځان سره یې زړه هم راوړلو. غوښتل یې مونږ ته وښایي چې مېرمنې ته پاملرنه کول او هغې ته مینه ورکول کورنۍ ماحول ګرم ساتي، یو بل بښل او له یو بل تېرېدنه له کورونو څخه جنتونه جوړوي، غوښتل یې مونږ ته وښایي چې ناز له سرو زرو، ډالیو او ښایسته شیانو څخه ډېر غوره دی، هغه ډېر مال نه درلود چې وریې کړي مګر تر ټولو غوره شی یې ورکول چې هغه زړه و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx