نظــر

د سپین لښکر د بریا مادي زیان او معنوي ګټې‎‎

امین وردګ

د (ا.ا.ا) د بریا مادي زیانونه:
په مادي توګه د سپین لښکر (ا.ا.ا) بریا خلکو ته رښتیا هم درنه تمامه شوه! ځکه چې حکومتي دستګاه ګل شوه، مالي سستم له منځه لاړ، مرکزي بانک خالي شو، علمي او مسلکي اشخاص ووتل، نهه نیم میلیارده (یا نهه زره پنځه سوه میلیونه) ډالره شخصي سرمایه مو کنګل شوه، مؤسسات بار شول، کار و بار په ټپه ودرېد، معاشونه بند شول، بېکاري ډېره شوه، خوراکي توکي لوړ وختل، مکاتب، مدرسې او پوهنتونونه وتړل شول؛ بانکونه، لوی مارکېټونه او کارخانې بندې شوې، همداراز! تر یوه حده قحطي هم حاکمه شوه.

بلې د (ا.ا.ا) له راتګ سره یو ځای پورتنۍ ستونزې راپیدا شوې او عام خلک یې تر ډېره وځپل، ناراضه یې کړل او غوسه یې کړل؛ مګر هو! معنوي ارزښت یې (بیا د مادي په تناسب) څو برابره لوړ دی! د بېلګې په توګه:
ا- ځمکنی اشغال ختم شو.
ب- استقلال مو خپل کړ.
ج- شریعت حاکم شو.
د- کلیساوې بار شوې.
ه- د بوتانو عبادت ختم شو.
و- د مظلوم آه واورېدل شوه.
ز- شپې آرامې او سفرونه مطمئن شول.
ح- سل په سل کې تسلط رامنځته شو، ټاټوبی مو له تجزیې خلاص او تر واحد چتر لاندې راغی.
ط- وینه تویول بند شول.
ی- خارجي لاسونه پرې او خپلمنځي جرګګۍ پیل شوې.
ک- واک مو د عالمانو لاسو ته ولوېد.
ل- غلا، چور، رشوت او ظلم له منځه لاړل.
م- ټوپکسالاري مړه شوه، تبه یې وشکېده.
ن- ا.ا.ا د ستر پیغمبر لاره غوره کړه او خپل ظالمترین دښمنان یې هم (لکه قریش داسې) وبښل.
س- امن حاکم شو او د کار زمینه برابره شوه.
ع- د افغانستان د ا.ا مشرانو غږ وکړ چې (کار به یې اهلو ته سپارل کیږي، یوازې عمومي سرپرستي به سیاسي وي)
ف- سرتاسري امنیت حاکم شو.
ص- نړیوال تاریخي ویاړ مو د ځان کړ.
ق – خو تر ټولو اهمه او عمده ګټه مو بیا دا وکړه؛ چې د نړۍ تر ټولو ظالم، غدار، چلباز او متکبر قوت مو بوټ پر ملا مات کړ او د نړۍ مظلومو اقشارو ته مو دا ثابته کړه؛ چې بلکل د نمرود او ګوډې میاسې (یا مچر او غوماشې) ترمنځ جګړه ريښتیا وه او په ریښتیا سره یې نمرود وژلی و! ځکه چې زموږ او د غربي ښامار ترمنځ جګړه هم تخمیناً همداسې وه؛ په پای کې موږ الله پاک عزیز او بریالي کړو، هغوی ذلیل او شرمنده.

نو اوس که د نړۍ په هغو مسلمانانو کې (چې هېوادونه یې مستعمره، نیمه مستقل او یا هم د کوم کفري استعمار تر استثمار لاندې ژوند کوي) رښتیا ایمان وي! په زغرده باید خپل د مظلومیت غږ اوچت کړي، توره دې وبرېښوي او د ((الله اکبر)) ملکوتي نارې تر شعار لاندې دې، سره ټول شي -خپل حریت او استقلال دې ثابت کړي.

ا.ا.ا ټولې نړۍ ته دا ثابته کړه چې؛ استقلال حاکمیږي نه حاکمول کیږي، حریت ښکاریږي نه، ښکارول کیږي…
په پای کې پر ټولو اسلامي هېوادونو غږ کوم چې؛ وا د مسلمان ملت حاکمانو! د غلامۍ زنارونه له غاړو غورځيږي نه، غورځول کیږي! د اسلام تر توغ لاندې سره متحد شئ او خپل منځي واټنونه او فاصلې له منځه یوسئ.

د سعودي ناولي حکومت ته مې بیا پیغام دا دی چې؛ د رښتینو عالمانو د بندیانولو پر ځای، د هغوی اکرام او حمایت وکړئ، د غرب غلامي پرېږدئ او اسلامي ملوک الطوائفۍ سره یو کړئ.

که د نړۍ ځینو تش په نوم مسلمانانو کې لږ ایمان سره راوټوکیږي، زه یقین لرم چې ذلت او اجبار به یې له مغزیو کوز شي او د آزادۍ تر چتر لاندې به- د حریت ژوندون پیل کړي ان شاءالله.

د اسلامي وحدت او سرتاسري اخوت په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx