افغانستان

ملګرو ملتونو د کابل عیدګاه جومات بريد وغانده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۰ل): ملګرو ملتونو د کابل ښار د عیدګاه جومات پرونی برید چې له کبله يې ۲۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه، وغانده.

تېره ورځ د عیدګاه جومات دروازې سره هغه مهال چاودنه وشوه چې د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د مور فاتحه د جومات دننه روانه وه.

ملګرو ملتونو پر ټویټر د دغې چاودنې غندنه کړې او د ملکي وګړو په مرګ ژوبله یې خواشیني څرګنده کړې.

ترکيې هم د تېرې ورځې چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.

ترکيې ویلي چې له افغانستان سره د داعش مقابل مبارزه کې مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx