افغانستان

وال سټریټ ژورنال: د برېښنا بیلونو عدم تادیې له کبله ممکن د کابل برېښنا قطع شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۰ل): د ژمې د را رسيدو سره داسې امکانات ظاهر شوي چې ممکن نوی حکومت د مرکزي اسیا د بریښنا بیلونه تادیه نه کړي او له کبله یې د کابل برېښنا قطع شي.

د بريښنا ریاست پخواني رئیس داوود نورزوي وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې دغه چاره ممکن یو بشري بحران رامنځته کړي.

هغه ویلي چې د برېښنا قطع کولو څخه به ټول هیواد او په ځانګړي ډول کابل اغېزمن شي او د برېښنا قطع کیدل به یو خطرناک حالت رامنځته کړي.

افغانستان د برېښنا ډيره اړتیا د ګاونډیو هیوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه پوره کوي.

وال سټریټ ژورنال راپور وايي چې د افغانستان داخلي برېښنا تولید د وچکالۍ له کبله اغېزمن شوی دی.

راپور زیاته کړې چې د بريښنا شرکت ځینو مسوولینو ورته ویلي چې ګاونډي هیوادونه حق لري چې د شوي قرارداد له مخې افغانستان باندې برېښنا قطع کړي خو دوی هڅې شروع کړي چې دغه هیوادونه قانع کړي څو په افغانستان برېښنا قطع نه کړي.

د راپور له مخې بريښنا شرکت د داوود نورزي تر استعفا وړاندې ۴۰ میلیونه ډالر درلودل او حکومتي مسوولینو ددې د ویستلو په هڅه کې ول.

خو نوی حکومت چې د نړیوالو بندیزونو سره مخ دی تصمیم نیولی چې دغه ۴۰ میلیونه ډالر د برېښنا پورونو د تادیه کولو لپاره نه کاروي.

د راپور له مخې حاضره د افغانستان د برېښنا شرکت قرضونه ۹۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی او ډیر دولتي ادارې د څو میاشتو راهیسې د بريښنا بیلونه نه دي تادیه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نن چی تاجکستان برق پر طالبانو قطع کړ نو داسی اخبار باید خپور شی. طالبان که پر ریښتیا غښتلی او توانمنده دی نو د آمو د سیند اوبو دی پر تاجکستان بندی کړی خو په کومه تکنالوژی د تعویض او زیارت زور هم د آمو په سیند نه رسی. طالب به نور هم ځانونه وشرموی لکه چی یی د پاکستان سفیر سره د کابل ښاروالی کی عکسونه اخیستی. هغه د پارسی یو متل دی چی وایی:
بقه ره مانده یخ مالک زدن.

الحاج استاذ بیانزی

د بریښنا په اړه زما وړاندیز اسلامی امارت ته دا دی چه : د وارد شوی بريشنا او حتی د داخلی ابی بريشنا به ځای هم د لمر څخه بریښنا تر لاسه کړی موږ په دی اړه کافی پوهه تر لاسه کړی موږ کولای شو په دی اړه د چین د لمر د بریښنا د شرکتو سره اړیکی ونیسو کیدی شی څه مفته او څه ارزانه پینلوونه یا هغه د لمړ د انرجی تر لاسه کولو تختی ، مانیترونه او داسی نور اړین سامان الات راکړی او د ښی په جلا جلا برخو حتی ولایتو او ولسوالیو کی یی نصب… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx