نظــر

د سپین لښکر شاته څوک دي او مخې ته یې څوک؟‎‎

امين وردګ

د هر نظامي خوځښت شاته تکیه او مخې ته یې بندونه حتمي وي؛ چې د حمایت او چلېنج کار کوي.

مګر سپین لښکر (ا.ا.ا) په اصل کې یو فکري خوځښت دی، چې د زمان او مکان په تقاضا سره نظامي بڼه غوره کوي.

د دغه لښکر لومړنی خوځښت له دیني مدارسو پیل شوی، ځکه خو یې زیاتره اُصول او مقررات مذهبي دي.

نو کله چې یو حرکت د دین او مذهب پر اساس رامنځته کیږي ، طبعي ده چې د هغه حرکت شاته به اسلامي ټولنه او د یادې ټولنې اکثره مخکښ اشخاص (لکه مذهبي مشران) دریږي او حمایت به یې کوي، حال دا چې مذهبي مشران په اسلامي ټولنو کې (تر بل هر چا) زیات نفوذ لري او د ټولنې په منځ کې یې خبره د کاڼې کرښه ده (ولو که یې له ځانه هم کړې وي).

کله چې داسې حرکت د پرمختګ موقف غوره کوي ، نو ښکاره خبره ده چې مخې ته به یې د دین او مذهب مخالفین د بندونو په جوړولو لاس پورې کوي، تر څو یې مخه ونیسي.

خو زما په آند! د داسې خوځښت مخه نیول؛ جنون دی، حماقت دی او کمعقلي ده؛ ځکه چې امکان نه لري.
مګر هو! په یوه قسم یې مخه نیول کیږي او هغه داسې: چې یاد خوځښت سره وپاشل شي او یا په پیسو او بې لاریو (جنسي بد اخلاقیو) روږدی کړل شي؛ کنه پر داسې لښکر بریا غیر ممکنه ده.

نو په افغانستان کې هم سپین لښکر (ا.ا.ا) یو فکري جوړښت او فکري خوځښت دی، چې له دیني فرضیو څخه سرچینه اخلي، ځکه خو یې شاته د افغان ملت یوه ستره کتله ولاړه ده او حمایت یې کوي، نو طبعي ده چې مخې ته به یې هم غیر مذهبي او د اسلامي احکاماتو ضد خوځښتونه راټوکيږي او دریږي به؛ تر څو د دغه ستر سيند مخې ته د شګو بندونه جوړ کړي، خو نتیجه به یې د سپین لښکر بریا او د مقابل لوري ماتې او ذلت وي.

تنها اوس نه ده چې سپین لښکر ټوله نړۍ ماته کړه! دې ته ورته پېښې د اسلامي تاریخ په اوږدو کې بیخي ډېرې رامنځته شوې دي.

موږ دا منو چې د سپین لښکر حمایت غیر مذهبي کسانو هم کړی او کوي یې، خو دا پدې معنا نه ده چې ګواکې سپین لښکر ښوېدلی! بلکې هغوی د خپلو مادی ګټو لپاره داسې منافقانه حرکات ښکاروي، تاسو لږ شاته لاړ شئ او د تاریخ هغه پاڼې راواړوئ، چې په (۲۰۰۱) میلادي کال کې (سپین لښکر د غربي نړۍ تر ظالمانه او وحشيانه ګذارونو لاندې راغی) چا د دغه لښکر نارې واورېدې؟ چا یې ملګرۍ ته زړه ښه کړ؟ او چا په نریې د پناه ورکولو ټټر وواهه؟ ټول (اسلامي او غیر اسلامي) هېوادونه (په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه) د ستر (معاصر) نمرود (بوش) شا او سپین لښکر مخې ته ودرېدل.

ښه مو په یاد دي! چې لومړی ګذار یې پرموږ د پاکستان په مټو وکړ او له هغه ځایه به یې موږ بمبارولو، غربي استکبار خپل ټول نظامي وسائل او وسائط د پاکستان له لارې افغانستان ته رادننه کړل او د ازبکستان له لارې یې بېرته بیا سالم و ایستل.

او بله ځواني پاکستان مامک دا هم راسره وکړه، چې زموږ هغه دیپلوماتان یې لا پر امریکایانو وپلورل.

همدا راز! زموږ نور ګاونډیان… هم وشمېرئ! یوه یې هم له موږ سره تر هغې مرسته نه ده کړې، ترڅو چې موږ (د ډېرو قربانیو په بدل کې) د بریا پر درشل ودریدو او دوی پوه شول چې؛ ګواکي د افغانستان راتلونکی حاکم نظام به همدغه سپین لښکر وي، ځکه یې د دوستۍ په نوم لاسونه را اوږده کړل، تر څو دلته خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ګټې وساتي؛ مګر هو! زه شخصاً تر اوسه پورې د قطر له هېواد څخه خوشاله یم او مننه تر کوم، موږ ته یې په سختو حالاتو کې لاس راکړ او تر اوسه یې په چل نه یم پوهېدلی، نو هیله کوم چې څوک مې په دغې اعتراف ملامت نه کړي.

د پاسني بحث نتیجه دا شوه؛ چې څو دلته سپین لښکر په دیني زیور پوښلی وي، متدئن اشخاص به یې خامخا شاته او ناولي خلک مخې ته دریږي ؛ د شا خلک به یې حمایت کوي او مخې ته خلک یې ممانعت.
دا خبره په یاد وساتئ چې؛ په افغانستان کې به څوک پر سپین لښکر بریالي نشي! ځکه چې؛ ټولنه مو اسلامي ده، دلته هر ځل کفري ثقافتونه ناکام شوي او ناکامیږي به ان شاءالله، هغه که غربي ثقافتونه وي او که شرقي.

مګر هو! که چېرې بیا (خدای مکړه) سپین لښکر اسلامي ارزښتونو ته شاکړه او مادیاتو ته مخ، که یې اخروي ګټې پر دنیاوي ګټو وپلورلې، که یې د اهل کارو پر ځای نااهله خلک په دندو وګمارل- که یې علمي سطحې ته ارتقا ورنکړه، که یې سرزوري کوله او د پوهو شخصیتونو خبرې یې سطحي بللې …نو پوه شئ چې زوال یې حتمي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

وردګه دونه فکرنکوی چه ااا نه دینی اونه مذهبی ارزښت لری وګوره نورکه نه پوهیږی دنیاته وګوره بل داسی دین یامذهب لری چه ښځه علم اوکارته نه پریږدی دڅشی درویه داحکم کوی دوی بیعلمه دی داپه دنیاکی مکتبونه اوپوهنتنونه دڅشی دپاره جوړ سوی دی تادمدرسوکتابونه کتلی دی ټول دقرآنکریم مخالف دی دمفسدینوله طرفه جوړسوی دی چه انسانان داسلامه مطنفرکی وګوره ددوی وکروته ښه واکداره صحتمند دغریبانوصدقی اوخیراتو نه خوری اوس ملک دلوږی مری دوی خپلی سرټمبه کۍ ته سرنیولۍ دۍ خلک کوچنی ماشمان دنیستۍ خرڅوی دالله وبیریږه خپله به یوڅه لری دملت ددرپدرۍ غم وکه.عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx