افغانستان

وزیرانو شورا: پاسپورتونو او تذکرو ویش لړۍ دې پیل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۰ل): د وزیرانو شورا کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د پاسپورتونو او تذکرو د ویش لړۍ بېرته پیل کړي.

د وزیرانو شورا دغه پریکړه نن دوشنبه د تلې میاشتې په ۱۲مه کړې ده.

د پاسپورتونو او تذکرو د ویش لړۍ د زمري د میاشتې د ۱۵مې نېټې وروسته بنده شوې وه چې له کبله یې ډير هیوادوال او په ځانګړي ډول سوداګر او محصلین له ستونزو سره مخ ول.

د وزیرانو شورا په دغه غونډه کې د پاسپورتونو او تذکرو د ویش لړۍ د پیلولو سربېره، د کابل ښاروالۍ ته لارښوونه کړې چې د املاکو د غصب د مخنیوي او له غاصبینو سره د قانوني چلند په لارو چارو سنجولو غور وکړي.

همدا راز په مرکز او ولایتونو کې د دفاع، استخباراتو او کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه شوې چې ګډ کمیسیون جوړ او امنیتي چارې لا ښې او پیاوړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دیر د خواشنی ځای دی چی تر اوسه پوری دا لړی پیل شوې نده. هر ورځ حد اقل ۲۰۰۰ پاسپورټونه صرف په کابل کی توزیع کیږی. د یوه پاسپورت بیه ۱۰۰ ډالره ده اوس ورته شمار کړی په ورځ کی څومره عاید حکومت ته په لاس ورځی. دوه لکه ډالره په یوی ورځ کی. ولی دا پروسه ځنډول شوی وه؟؟ باید بازخواست یی وشی. په ریښتیا هم چی طالبان په حکومتداری هیڅ خبر ندی. د لوړو تحصیلاتو وزیر منتظر دی چی ږیره یی اوژده شی بیابه خپل مخ خلکو ته ور وښیی. الله خبر چی خبیبر پښتونخوا د کومی ساحی… نور لوستل »

احمد

دغه برنۍ پریکړې ښې پریکړې دي د پاسپورتونو ویش بیا تر ټولو ضروري مسله وه ډیرو خلکو شکایتونه کول د نویو پاسپورتونو د جوړولو په هکله کوم سوچ چې مشرانو کاوه زه فکر کوم ګرانه او ستونځمنه لار وه .همدا د جاري شوو ، پاسپورتونه لار یې آسانه او ارزانه لاره ده په هغه کار کې چې د امارت له ګټې یې تاوان ډیر وي باید ونکړل شي . ملت باید له تکلیف او ستونځو وشغورل شي .دا لیدلی ځور یې بس دی .نور ئې باید زړونه لاسه راوړل شي . بله مسله د شروع کولو د پوهنتون او مکاتبو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx