
د علماوو نړیوالې ټولنې د کابل برید غندلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۰ل): د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د تېرې ورځې چاودنه غندلې او هغه یې له ټولو بشري او اسلامي ارزښتونو او اخلاقو سره په ټکر کې بللې ده.
تېره ورځ د کابل د عیدګاه جومات مخې ته هغه مهال چاودونه وشوه چې د جومات دننه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معین ذبیح الله مجاهد د مور فاتحه روانه وه.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا برید یو جنایت او د ټولو بشري او اسلامي اخلاقي او ارزښتونو سره په ټکر کې دی.
د یادې ټولنې سرمنشي دکتور علي القرده داغي د تېرې ورځې چاودنې د کبیره ګناهونو څخه بللي او په ځوانانو یې غږ کړی چې «د نړیوالو او سیمه ییزو استخباراتو په لاس جوړو شویو تروریستي تکفیري تنظیمونو» باندې ونه غولیږي او له هوښیارۍ کار واخلي.
ښاغلي قره داغي همدا راز له ځوانانو غوښتي چې د امت په رغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي او د «ترهګرۍ» په پلمه اشغال شوي اسلامي هیوادونه وژغوري.
طالب جانه: ورته ټینګه یی کړه. وایی مکوه په چا چی وبشی په دا. همداسی ځانمرګی مو کړی وو چی اوس پر تاسو تجربه کیږی. غټ غټ بریدونه لا شروع شوی ندی یو وار چی ولس ټول تر پوزی راشی، اقتصاد صفر ته ورسی، اخلاقی فساد او جرمونه خپل اوج ته ورسی بیا هغه وخت ورته ټینګ شی. افراط، اقتصادی کړکیچ، او کار اهل کار ته نسپارل به د طالب سر خوری کچیری اصلاح نشی.
طوطو ځوانه، معلومات دي کم دي. طالبانو هیڅ کله هم پر هیڅ چا ځانمرګي بریدونه نه دي کړي. په افغانستان کي پخوا هم ځانمرګي بریدونه هغو بهرنیو ایجنټانو کول چي د طالبانو اسلامي تحریک یې د شمال په بې پایانه جګړو کي مصروف ساتلی وو او وحشي اوزبکانو او هزاره ګانو په مرسته یې په زرهاو طالبان په شمال کي په شهادت ورسول او بالاخره یې د امارت پر ضد د بهرنیو یرغلګرو سره مرستي وکړې. دا چي د طالبانو رهبري په پاکستان کي یرغمله وه او اوس هم د نړیوال بایکاټ له سببه د نړۍ د تمدن د دښمنانو… نور لوستل »
نړیوال ولی د مسلمانانو قتلونه چی په جلال اباد او کنړ کی کیږی نه غندی
نړیوال هم د همدی فاسد او ګنده حکومت پشان نظر لری
د اهمغه نړیوال دی چه همدوی یی دا شپز غنی حکومت په خلاف خارجیان بلل
الله دی د ستاسو حشر د همدی نړیوالو سره وکړی
ځکه تاسو ته ددین اهمیت نشته بلکه د نړیوالو نمبری معتبری دی
بالکل مونږ ته د هغه دین اهمیت نشته چی امین الپشاوری لنډغر او رستمی لنډغر چی د سعودی د غیر مقلدینو او تش په نوم سلفیانو تر ټولو لنډغر سازمان دارالسلام تربیت یافته ګان ئې مونږ ته راښیئ. ما ددې سازمان د صحاح سته و چاپ انګلیسی ته ترجمه نسخی لیدلی ته او خدای تاسی ورشی وګوری شاید په انټرنټ کې ئې اوس هم نسخی وی ددې نسخو داحادیثو په تعلیق کې بغیر له حنفی مذهبه په بل هیڅ مذهب رد نه کوی او په لنډغرانه انداز او الفاظو په هغو احادیثو د بطلان کرښه را کاږی چی دحنفی مذهب… نور لوستل »
دا منافقین ډبره غورزوي او لاس شا ته نیسي. دا د کفارو لاسپوڅي دي چي د اسلام او جهاد د کلیمې د بدنامولو لپاره ټروریسټي ډلي جوړوي او د جهاد په نوم د کلیو څخه پیغلاني تښتوي او ځوانان وژني. موږ یوازي د خپل مسجد ملا په رسمیت پیژنو، د علماوو نړیوالي ټولني ته هیڅ اړتیا نسته. د دوئ اجرائیه افادیت څه دی؟ هیڅ عجیبه نه ده چي د دې امت کښتۍ داسي توفاني ده. علماء یې داسي خره دي نو د امیانو څخه به څوک ګیله وکړي. د افغانستان د عللماء حق څخه هیله کوو چي د دې منافقینو… نور لوستل »