افغانستان

حکومت مهمو څوکیو ته نوي کسان ګمارلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۰ل): د اطلاعات و کلتور وزارت معین ذبیح الله مجاهد وايي چې د افغانستان اسلامي امارت مقام د حکومت مهمو څوکیو ته نوي کسان ګمارلي دي.

هغه لست چې د ذبیح الله مجاهد له خوا خپور شوی دی په کې مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال، ملا عبدالمجید اخند د شهیدانو او معلولینو او مولوي مطیع الحق د سرې میاشتې د ټولنې د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.

همدا راز د حکومت ځينو مهمو څوکيو لپاره نوې ګومارنې ملا عبدالرزاق اخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرستیال، مولوي سخاء الله د پوهنې وزارت د مرستیال، مولوي شمس الدین پهلوان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال، ملا نور الدین ترابی د سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او مولوي عبدالرشید د کابل ښاروالۍ د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

پر دې سربېره په نظامي برخو ته او د هیواد مختلفو قول اردو ته قومندانان ټاکل شوي دي.

بشپړ لست به لاندې ډول دی:

۱ ــ مولوي صاحب عبدالکبیر د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په توګه

۲ ـــ ملا عبدالمجید اخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست په توګه

۳ ــ ملا عبدالرزاق اخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرستیال په توګه

۴ ــ مولوي سخاو الله د پوهنې وزارت د مرستیال په توګه

۵ ــ مولوي شمس الدین پهلوان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په توګه

۶ ــ مولوي مطیع الحق د سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه

۷ ــ ملا نور الدین ترابی د سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه

۸ ــ مولوي عبدالرشید د کابل ښاروالۍ د مرستیال په توګه

۹ ــ مولوي سردار محمد د جنوب لویدیځې حوزې د رئیس په توګه

۱۰ ـــ شیخ محمد حنیف د جنوب ختیځې حوزې د تمیز د رئیس په توګه

۱۱ ــ ملا محمد علي اخند د ملي دفاع وزارت د استخباراتي چارو د رئیس په توګه

۱۲ ــ مولوي نصر الله مطیع د ملي دفاع وزارت د پرسونل او تعلیماتو د رئیس په توګه

۱۳ــ تیمور شاه اخند د ملي دفاع وزارت د لوژیستکي چارو د رئیس په توګه

۱۴ــ ملا امیر خان حقاني د ملي دفاع وزارت د ساختماني ملکیتونو اوتأسیساتو چارو د رئیس په توګه

۱۵ ــ ملا مهر الله حماد د کندهار قول اردو د قومندان په توګه

۱۶ ــ ملا ولي جان حمزه د کندهار قول اردو د مرستیال په توګه

۱۷ ــ حزب الله افغان د کندهار قول اردو د رئیس ارکان په توګه

۱۸ ـــ حمد الله د کابل قول اردو د قومندان په توګه

۱۹ ـــ مولوي نصرت د کابل قول اردو د مرستیال په توګه

۲۰ ـــ قاري بریال د کابل قول ارد و د رئیس ارکان په توګه

۲۱ ــ مولوي عطاء الله عمري د مزار د قول اردو د قومندان په توګه

۲۲ ــ مولوي امان الدین د مزار قول اردو د مرستیال په توګه

۲۳ ـــ ملا عبدالرزاق فیض الله د مزار د قول اردود رئیس ارکان په توګه

۲۴ ــ مولوي محمد ظریف مظفر د هرات قول اردو د قومندان په توګه

۲۵ ــ ملا عبدالشکور بریالی د هرات قول اردو د مرستیال په توګه

۲۶ ــ مولوي عبدالرحمان حقاني د هرات قول د مرستیال په توګه

۲۷ ــ ملا شرف الدین تقي د هلمند قول اردو د قومندان په توګه

۲۸ ــ ملا محب الله نصرت د هلمند قول اردو د مرستیال په توګه

۲۹ ــ ملا محمد خان دعوت د هلمند قول اردو د رئیس ارکان په توګه

۳۰ ــ ملا رحمت الله محمد د کندز د قول اردو قومندان په توګه

۳۱ ــ قاري محمد اسماعیل ترکمن د کندز قول اردو د مرستیال په توګه

۳۲ ــ قاري محمد شفیق د کندز قول اردود رئیس ارکان په توګه

۳۳ ــ ابودجانه د لغمان د قول اردو د قومندان په توګه

۳۴ ــ ابراهیم د لغمان د قول اردو د مرستیال په توګه

۳۵ ـ ملا عبدالرحمان منصور د لغمان د قول اردو د رئیس ارکان په توګه

۳۶ ــ قاري محمد ایوب د پکتیا قول اردو د قومندان په توګه

۳۷ ــ ملا روح الامین د پکتیا قول اردو د مرستیال په توګه

۳۸ ــ ملا احمد الله مبارک د پکتیا قول اردو د رئیس ارکان په توګه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ټول ملایان، ملایانو خو لپخوا څخه دا خبره کوله چی: مم زرما ټوله زما.

کار، اهل کار ته نسپارل د قران له احکامو سره په تضاد کی خبره ده. پخوا به یوه انجنییر د زراعت او مالداری او حتی د ښاروالی په برخه کی لسانس یا ماستری وکړه تر څو به یو مامور مقرر سو. خیر د نظامی د برخی به څه نه وایو.

شالو

کامیابی یی غواړو، امید دی مثمر واقع شی په اسلامی نظام که مسولیت خورا دروند کار دی. هوکه یقینا چه اوس می زړه ته کرار کرار لويژی چه مسلک مسلک لاړو د غرو سرو ته. فکر کوم چه طالبان د مسلکی خلکو نه د خبر برو خبر بیار استفاده کوی.
مطلب سومره چه مونژ د پاک بازه مسلکی، ماسټرانو او پی آچ ډي واله سره انټرکشن لرو. بیجارګان د خپلی اینده اړوند مشوش دی، نور نو د وخت زمامداران ممکن یو پلان ولری. والله اعلم

Ahmad200

***ستاسو اخلاق ستاسو د کورنۍ تربیې نماینده‌ګي کوي. هیله ده په خپلو لیکلو کې د قلم عفت وساتئ. اداره***

غوربندی

ټولو ته د خدمت توفیق غواړم،، دا چې امیر المومنین حفظه الله تعالی ګومارلي دي خامخا یې د یادو مسوولیتونو لپاره اهل لیدلي دي، او زمونږ له لوری د سر په سترګو قبول دي.

ډاډه یم چې د مومنانو حکیم امیر حفظه الله به یوه ورځ مومنو ډاکټرانو، مهندسینو، او مسلکي ماهرینو ته هم مهمې دندې او مسوولیتونه سپاري.

Abdul Majid

 چه دا امیر المومنین حفظه الله تعالی چاته خوب کي هدايات ورکوي چه دا اوهغه مقر رکړۍ۰ولي نه راښکاره کيږي سترګي مو ورپسي ډيري بيخوبه دي چه خوب کي يي ووينو۰ 

احمد

یاد ساتۍ چې ملت له یوې مسئونې ساحې تاسو څاري .او که دملت دمخالفت سره مخ کیدی مسؤل به یې ملت نه وي .دا انصاف ندی

Sayed

د مولانا فضل الرحمان پلار مفتي محمود هم دغسې د شرعيت په نوم يو حکومت د بوټو په خلاف په سرحد يا نننۍ پښتونخوا صوبه کې جوړ کړی وو چې له اټک دېخوا به يې د مرکزي حکومت حکم نه منلو، خو د بوټو حکومت او پوځ له څارګري ادارې سره مجبوره شول او پر ټوله صوبه يې اوړه، غوړي او نور خوراکي شيان بند کړل او هم يې پر حکومت معاشونه (تنخواه ګانې) ودرولې، نو په څو مياشتو کې دننه له مينځه ولاړ. مفتي محمود ايله د خپل همکار قاضي غفران الدين په مرسته ټول شريعت ايله د پېښور… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx