افغانستان

د کابل ښار پنځمې حوزې مربوطاتو کې د یو بهرني په ګډون ۱۳ داعشیان نیول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار پنځمې حوزې مختلفو سیمو کې د بیلابیلو عملیاتو پایله کې د یو بهرني په ګډون ۱۳ تنه داعشیان نیول شوي دي.

په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکي اسیا ته ددې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې دغه عملیات پرون د دوشنبې په ورځ د غرمې له یوولسو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې د پنځمې حوزې اړوند په چهاردهي بزنس سنټر، شهید جومات، باغ داود کوڅه او وهابیانو جومات ساحو کې تصفیوي عملیات ترسره کړي.

سرچینه زیاتوي، دغه عملیات چې د قوي استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شوي، په ترڅ کې د یو بهرني په ګډون ۱۳ تنه داعشي«فته ګر» نیول شوي او د عملیاتو په جریان کې ملکي خلکو او د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

داچې نیول شوی بهرنی داعشي د کوم هېواد تبعه دی، په اړه یې د اسلامي امارت چارواکو څه نه دي ویلي؛ خو دومره یې ویلي چې له نیول شوو کسانو څخه څېړنې روانې دي.

طالبانو وروسته له هغه په کابل ښار کې د داعش وسله والو پرضد چاڼیز عملیات پیل کړل، چې وړمه ورځ داعش وسله والو د کابل ښار عیدګاه جومات ته څېرمه د ملکي خلکو په یوې ګڼې ګوڼې بمي چاودنه او ډزې وکړې او په ترڅ کې یې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت کشفي ارګانو وړمه ورځ هم د عیدګاه جومات د چاودنې په تړاو درې تنه داعش وسله وال ونیول او پرون شپه یې د کابل ښار اوولسمې امنیتي حوزې خیرخانې سیمه کې د داعش وسله والو یو پټنځای له منځه یووړ.

له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو او د اسلامي امارت له بشپړې واکمنۍ راهیسې دا لومړی ځل دی چې په کابل ښار کې داسې یوه خونړۍ پېښه ترسره کیږي، چې له امله یې کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.

خلک شکایت کوي چې په هېواد کې د پخواني رژیم له نسکورېدو او اسلامي امارت له واکمنۍ سره د هېواد له لویو زندانونو څخه د اسلامي امارت د منسوبینو ترڅنګ په زیات شمېر کې جنايت کاران او د داعش جګړه ماران هم خوشې شوي او همدا لامل دی چې په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه ترسره کیږي.

دوی د اسلامي امارت له مسئولینو غوښتنه کوي چې په ښارونو او کلیوالي سیمو کې تصفیوي او چاڼیز عملیات په لاره واچوي او هغه نامسئول وسله وال او جنایت کاران بې وسلې کړي، چې د خلکو ژوند ګواښي او عامه نظم اخلالوي.

د اسلامي امارت مسئولینو که څه هم د «صفونو د تصفیې» په نوم د پروسې د پیل اعلان کړی؛ خو هېوادوال ددې پروسې د چټکتیا غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راتګ سره د ملکي تلفاتو او جګړو کچه صفر ته راټیټه شوې؛ خو بیا هم په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه هغه څه دي چې ولس یې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

های بیداره عسکرو. د یوې کورنۍ په لاس کي پنځه وزارته، د فیض حمید کابینه او مرموز، مجهوله او د لاسرسي نه وړ عالي رهبري ږغ د داعش په بریدونو او ترپکو کي ورکول غواړئ؟ دا دومره ډیره بیداري مو لکه چي په کباړي بازار کي رانیولې ده. وایي چي یو پایلوچ په سماوار کي ناست وو. بل څوک نه وه د سماوارچي ورته شا وه خپلي چای یې پخولې. د پایلوچ څخه باد پرې سو. سماوارچي سر نه کړ خلاص. پایلوچ دو سو چي اوس زما د باد ږغ ده اوریدلی دی که نه؟ نو یې په چوټه باندي… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د امنیت په اړه د خلکو اندیښنی په ځای او د قدر وړ دی، د خلکو دا خبره چه د طالبانو د ټولو بندیوانو د خلاصون له امله جنایی او داعشی بندیان هم خوشی شوی ناسمه ده غلامی اداری د خپلو بادارانو په قومانده د داعشیان و ملاتړ ، تمویل او تجهیز یی کولو حزبی او اربکی ملیشو پکی ګډون درلود ، دا اوس یو اصلی دذاعشیان دی چه د شمالی ټلوانی او نړیوال استعمار لخوا تمویل او تجهیز کیږی. غواړی چه د طالبانو ضد یی وکاروی مګر طالبان د دغه ناروغۍ دباره هم ښه متخصیصین لری الحمدلله ډیر ژر… نور لوستل »

حامد

ا. ا. ا ته اوس وخت کى زيات ضرورت دى
چه د( ملى امنيت رياست) د رياست په همدا خپل نوم لاندى

خپل ښه قوى او تجربه لرونکې مامورين انتخاب کړي
ځکه امنتي ځواکونو چه څومره قوى وي
هغه اندازه د يو بدى واقعى مخه نيول کيږى

عمر

د بايدن بچیانو تاسو د هغوی وصیت په ځای کوی
او عوام مسلمانان قتل کوی
خو ان شاء الله ډیر زر به مو همدا پلاران درباندی بیا د پخوا په شان هر ناروا عمل وکړی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x