افغانستان

افغانستان او ایران ګډ پلاوي د سوداګریزو چارو اړوند په ۱۶ مواردو هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۰ل): افغانستان او ایران ګډ پلاوي د اقتصادي اړیکو او د دواړو هیوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې د اسانتیاو په برابرولو کې هوکړه کړې ده.

په هوکړه کې راغلي دي چې د د دوغارون – اسلام کلا په بندر کې د کاري ساعتونو ډېرول چې شپه ورځ (۲۴ ساعته ) په سرحدي راکړې ورکړې کې به اسانتیاوې ډیروي. همدا راز د دواړو لوریو له خوا هوکړه وشوه او وپتییل شوه چې د امنیت د ټینګښت او برېښنا ستونزې به په راتلونکو لسو ورځو کې هوارې کړي.

سربېره پر دې ایران او افغانستان موافقه وکړه چې د دوغارون – اسلام کلا تر منځ د ارتباطي سړک د جوړولو، ایران لوري ته د اته لاینه سرکونو د پراخولو او افغانستان لوري ته د ګمرک د میدان پر لورې د غځيدلې لاره به لږ تر لږه په یوه میاشت کې کار پیل شي او افغانستان د اړتیا په صورت کې به ایران ورسره مرسته او همکاري کوي.‎

په دغه ناسته کې په دې هم پریکړه وشوه چې د افغانستان یو پلاوی به ایران ته د سونګ توکو د ارزولو په موخه یو استول کیږي څو هغه ستونزې او ننګونې چې د ایران د نفتو د وزارت غوښتنې دي وارزوي او په اړه دې پریکړه وکړي.

همدا راز موافقه وشوه چې راتلونکو لسو ورځو کې به د ایران د ښار جوړونې د وزارت کارپوهه پلاوی افغانستان ته راځي او د هغو زیانونو په اړه چې د اورګاډي پټلۍ ته په شمتیع- روزنک او روزنک تم ځای کې اوښتي عملي کار پيل کړي.

پر دې سربېره افغانستان هوکړه وکړه چې د ایران د ځانګړي نندارتون به یا په کابل او یا هم په هرات کې جوړیږي او د افغانستان له لوري به یې د امنیت د ټینګولو په اړه په راتلونکو پنځه څلویښتو ورځو کې به اقدام کیږي.

په دغه ناسته کې د افغانستان له لوري د اقتصاد وزیر، تجارت او صنعت، اطلاعاتو او کلتور وزیرانو په شمول لوړو پوړو چارواکو ګډون درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نقیب الله

ترټولو مهم تيل او ګازدی

طوطی

چارواکی د ګمرک د عوایدو په فکر کی دی مګر بهتره به دا وه چی د ژمی راروان دی باید د تیلو او ګازو په مورد کی ایرانی هییت سره خبری شوی وای.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx