نظــر

حشمت خلیل کرزی څوک و؟- ځانګړې لېکنه

لیکوال: وحید پاڅون

ژوند او اند:

شا و خوا پنځوس کلن حشمت خلیل کرزی د ولسمشر حامد کرزي د تره مشر زوی و، چې نن (سه شنبه، زمري۷مه،۱۳۹۳ل) د کوچني اختر په دوهمه ورځ ، په خپل کور کې ،چې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې موقعیت لري، ووژل شو.

د کندهار امنیتي چارواکو له پېښي وروسته سمدستې  د حشمت کرزي مړینه تایید کړه او ویې ویل، چې نوموړی د یوه شپاړس کلن ځوان له لورې چې چاودېدونکي توکي يې په خپله پګړۍ کې ځای پر ځای کړي ول؛د چاودنې په ورکولو سره ځای پر ځای ووژل شو.

د پېښي کره جزییات او لامل لا هم په دقیقه توګه جوت شوی نه دی؛خو د حشمت کرزي په کور کې ځينو کسانو او د پېښي عیني شاهدانو وویل، چې یوه تنکي ځوان نن د اختر په دوهمه د نورو خلکو په منځ کې له حشمت خلیل سره د اختر د مبارکۍ او روغبړ په پلمه تر نوموړي پورې ځان ورساوه او بیا یې ځانته چاودنه ورکړه. آن دا هم ویل شوي، چې بریدګر ځوان له ښاغلي حشمت خلیل سره تر برید مخکې ښه ګپ شپ او مجلس هم کړی دی او پګړۍ نه بلکې دودیزه کندهارۍ خولۍ (رخچینه) یې پر سر وه.

حشمت کرزي د ولسمشر حامد کرزي سره د ځينې کورنيو، تربورګلویزو او سیاسي مسایلو پر سر ژور اختلاف لاره، بیا بیا به يې  پر ښاغلي کرزي ټینګې نیوکې کولې او د ځينو باوري سرچېنو له قوله، نوموړي په دې وروستیو کې  د ولسمشر د تمایل په خلاف او د خپل کشر دیپلومات ورور  حکمت خلیل کرزي په سلا مشوره د ولسمشرۍ د ټاکنو د مخکښ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ او د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې يې د هغه لپاره د ټول جنوب لویدیځ زون په کچه کمپاین وچلاوه او زیاتې رایې یې ورته را ټولې کړې وې.

حشمت خلیل کرزی همدارنګه د کندهار د ولایتي شورا لپاره هم کاندید و، چې د لومړنیو پایلو له مخې یې د ولایت په کچه تر ټولې زیاتې رایې ګټلې وې.

  حشمت کرزی اوس مهال په کندهار کې د پوپلزیو مخوره څېره او په قام کې دننه د ډېر نفوذ لرونکي کس په توګه پېژندل کېده. له ولسمشر کرزي سره د نوموړي د اختلاف له کبله هغه په کندهار او په ځانګړې توګه د ولسمشر کرزي په پلرګنۍ سېمه –کرز- کې د واک او ځواک جغرافیې ته تغییر ورکړی و. نوموړي په کابل حکومت  باندې د خپلو نېوکو په ترڅ کې په دې اند و، چې د افغانستان اوسنی نظام یو فاسد او مافیایي اداره ده ، چې باید بدلون ومومي.

کورنۍ ستونزې:

د حشمت کرزي پلار په ۱۹۸۴ع کال کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د یار محمد په نوم د نوموړي د کورنۍ د یوه بل غړي له لورې په مرموز ډول ووژل شو.

په دې اړه ویل کېږي، چې د حشمت ترور/عمه په ماشومتوب کې د یار محمد په نوم د کرزي کورنۍ یوه غړي ته په نامه شوې وه؛خو د حشمت کرزي پلار خپل خور له یار محمد څخه وګرځوله او په امریکا کې یې بل چا ته واده کړه.

همدا مسأله وه، چې یار محمد بالآخره د حشمت پلار خلیل وواژه.

حشمت د خپل له پلار وژل کېدا وروسته د خپلې کورنۍ سره یو ځای له کوټې څخه امریکا ته کډه وکړه او تر اوږدې مودې پورې هلته دېره او په شخصي کاروبار او بزنیس بوخت شو. نوموړي که څه هم په ښکاره یار محمد ته د خپل پلار د قاتل په سترګه نه کتل؛خو وايي په زړه کې یې ټینګ هوډ کړی و، چې د پلار کسات به له یار محمد څخه اخلي.

همدا وو، چې  د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه د حشمت خلیل وسله وال کسان چې په څلورو موټرو کې سپاره ول، د ولسمشر کرزي پلرني کلي (کرز) ته ولاړل او د (یار محمد کرزي) کور یې محاصره کړ. یار محمد کرزی د ولسمشر کرزي د تره زوی دی.
وسله والو کسانو ګرچاپیره سیمه او مسجد هم محاصره کړی و. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې یو سړی چې سپینې افغاني جامې یې په تن وې له دوه تنو وسله والو ساتونکو سره د یارمحمد کور ته ننوتلو او د نوموړي یو ۱۸ کلن زوی (وحید) یې له نېولو وروسته ځای پر ځای و واژه..

حشمت او د هغه ورور حکمت په امریکا کې له استوګنې سره جوخت، د امریکې په ویرجېنیا ایالت کې عادي ژوند پيل کړ. حکمت د واشنګټن ښار په یوه هوټل کې د کار سره په خوا کې، خپلو درسونو ته ادامه ورکړه او حشمت بیا په ویرجینیا ښار کې د ټویوټا موټرو په بارګین کې کار پیل کړ.

د حشمت کرزي کشر ورور حکمت کرزي په ۲۰۰۱ع کال کې پر افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د ناټو د یرغل پر مهال په هوټل کې کار پرېښود او په دغه هېواد کې يې د افغانستان په سفارت کې د سیاست پوه او ديپلومات په توګه دنده پيل کړه. حکمت خلیل کرزي په  امریکا کې له پوهنتون څخه په سیاست کې ماسټرې اخیستې.نوموړی وروسته بیا افغانستان ته را ستون شو او د جګړې او سولې د څیړنیز مرکز د مشر او د ولسمشر کار د غیر رسمي سلاکار په توګه په دنده وګمارل شو. یاد مرکز امریکايي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او د هغوی لپاره تحقیقات ترسره کوي.

په افغانستان کې پانګونه:

حشمت کرزي په ۲۰۰۷ کال کې په امریکا کې ژوند ته د پای ټکی کېښود او کډه په شا خپل هېواد ته را ستون شو.

  نوموړي افغانستان ته له را ستنېدو وروسته د «اسیا سیکورټي ګروپ» په نامه یوخصوصي امنیتي کمپنۍ جوړه کړه. د نوموړي دا کمپنۍ چې څه باندې ۳۰ بیلابېل مرکزونه او شاوخوا دوه زره کارکوونکي او مامورین لري، له امریکايي ځواکونو سره د ملینونو ډالرو په ارزښت قردادونه لري ،چې له لارې   يې حشمت خلیل په ملیونونو ډالر لاس ته راوړل.

خاني او ملکي ژوند:

د حشمت خلیل کرزي د ژوند په اړه ډېری خلک په دې اند دي، چې نوموړی په  قدرت، څوکۍ ، دبدبې او شان و شوکت مین سړی و.
حشمت خلیل کرزي د ژوند تر پایه د کندهار ښار ته څېرمه د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې د خانۍ او ملکۍ ژوند کاوه.

ده په خپل پلرني کلي کې یوه داسې پراخه او ستره برجوره کلا جوړه کړه، چې په شاوخوا لیرې پرتو سېمو کې يې د جوړښت په لحاظ ساری نه تر سترګو کېږي .

د کندهار ښاریان په دې باور دي، چې نوموړي په کندهار کې د جامو ځانګړی سټایل او سبک را منځته کړ. ده به داسې جامې اغوستلې، چې ګنډل او رغول یې د هر خیاط له وسه او توانه وتلې وه او یو – یو خیاط یې په ډېره لوړه بیه ګنډي.

حشمت خلیل همدارنګه تل د زرو او قیمت بها غمي ګوتې په لاس کوله او په ناستو او مجلسو کې به یې اوږدې تسبې په لاس کې اړولې را اړولې.

نوموړی د ګرانې بیې او نایابه  امریکايي سګریټو«برګ» روږدی و.

د خلیل کرزي د کلا او شاوخوا سېمې امنیت د هغه د هغو لسګونو ځانګړو شخصي ساتونکو له لورې نېول کېږي،  چې تل تیار سئ ولاړ وي.

 د حشمت خلیل کورنی ژوبڼ:

نوموړي په خپل کور کې په منظمه توګه حیوانات پالل او ساتل.

ویل کېږي، چې حشمت خلیل کرزي له حیواناتو سره ځانګړې مینه لرله. په همدې پار یې په خپله کلا کې د ډول ډول وحشي او اهلي حیواناتو د ساتنې په غرض وړوکی ژوبڼ جوړ کړی و.

د نوموړي اصیلې آسپې او اسونه د عربستان او پاکستان څخه را وستلي شوي دي.همدارنګه د نوموړي په ژوبڼ کې لېوه، هوسۍ، ګېدړه او نور ډول ډول وحشي حیوانات هم پالل کېږي.

د سرچینې په وینا، حشمت خلیل ښایي په افغانستان کې یواځينی کس وي، چې زمری یې لمسولای او له ځانه سره هره شېبه بې له ویرې؛ لاس په لاس ګرځولای شوای.

ویل کېږي، چې نوموړی  به د خپلو خاصو مېلمنو هرکلي یا بدرګې ته په داسې حال کې ورتلی، چې په یوه لاس کې به یې د خپل ګجراتي زمري پړی نېولی و او پر بغل به یې زمری ورسره روان کړی و. همدارنګه د تفریح او ناستې پر مهال به یې هم تل زمری په خوا کې لېدل کېده.

 مرګونی برید؛ خونړۍ کیسې او سیاسي انګېزې:

په داسې حال کې چې دا دی د حشمت خلیل کرزي له وژل کېدا کابو څلرویشت ساعتونه اوړي،تر اوسه هېچا د نوموړي د وژنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی او لا هم د پېښي کره جزییات او بشپړ داستان له رسنیو سره نه دی شریک شوی.

د ښاغلي حشمت کرزي د کور او شاوخوا منیتي ساحې ته په پام، دا تصور ډېر ګران دی، چې یو تاند ځوان دې له څو ځایه تلاشیو، امنیتي کمرو او سکیننګ ماشین څخه  په خولۍ کې چاودېدونکي توکي تېر او بیا چاودنه ورکړای شي.

د کندهار ځيني سیاسي کړۍ او  په دولتي ادارو پورې اړوند کسان په دې وروستیو او په تېره بیا د ۱۳۹۳ل کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په درشل کې له یوه بل پټ راز څخه پرده پورته کوي.

دوی وايي، چې په دې وروستیو کې د کندهار د اوسني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او حشمت خلیل کرزي او همدارنګه د ولایتي ادارې ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې، آن تر دې حده چې د حشمت خلیل ساتونکو به خپلې ساحې ته د امنیه قوماندانۍ او جنرال رازق اړوند سرحدي عسکر تګ راتګ ته هم نه پرېښودل. همداشان به د رازق عسکرو بیا ښار ته د هغوی د راتګ پر مهال د امنیت له نیولو ډډه کوله.

د ولسمشرۍ د ابتدايي پایلو له اعلان وروسته، په کندهار ښار کې داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ګواکې د ډاکتر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د پلویانو تر منځ د اخ و ډب پېښې را منځته شي.

خو جنرال رازق د یو لړ اخطاري او له ګواښه ډکو څرګندونو پر مهال د دواړو نوماندانو پلویانو ته په مستقیمو اشارو سره په ډاګه کړه، چې کندهار نور د ټیکه دارانو او داړه مارانو له منګولو وتلی او هېڅوک یې پر سر سیاسي معاملې، سودابازۍ او ټیکې نشي کولای.

ویل کېږي، چې له دې څرګندونو نه د جنرال رازق موخه مستقیما د حشمت خلیل کرزي ګواښل او تر فشار لاندې را وستل وو.

  د یادونې وړ ده، چې تر اوسه پورې طالبانو او یا کومې بلې مطرحې ډلې د حشمت کرزي د وژنې مسؤلیت  پر غاړه نه دی اخیستی او نه یې خپل نظر ښودلی. د ولسمشر کرزي کشر ورور او د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین غړي محمود کرزي د حشمت خلیل کرزي له وژنې وروسته وویل ،چې د حشمت په وژنه کې طالبان، نه بلکې مرموزي سیاسي کړۍ لاس لري.خو بیا یې هم په مشخصه توګه چا ته د پړې ګوته ونه نېوله. هغه په دې باب د کابل قضايي او عدلي ارګانونه ناتوانه وبلل . د  ده په اند هغوی په دې تړاو د څېړنې او بې پرې پلټنو جوګه نه دي.

حشمت کرزی او په کرز کې د هغه لنډ جغرافیايي سلطنت نور نشته؛ خو کیسې او خاطرې به یې د ډېرو په حافظو کې پاته وي.

دا چې د یوه برحاله ولسمشر ،چا چې دیارلس کاله په افغانستان غوندې بحران او جګړه ځپلې هېواد کې د دیموکراسۍ د تهداب خښتې ایښې ، د نړیوالو پارټنرانو په مټ او نغوته یې له واکه و ځواکه رټلې څېرې بېرته د واک پر ګدۍ راوستې د کورنۍ غړي او نیږدې خپلوان له هر څومره قوي او پرمختللي امنیتي تدابیرو سره سره بیا هم په خپل کور کې د وژنې او ترور له منګولو روغي نشې پاتې کېدای.

او تر ټولو بده لا دا چې په داسې  حالت کې چې په ارګ کې له یوه ولسمشر نه بل هغه ته په سوله یېزه فضا کې د واک د لېږد او د دیموکراسۍ وروستې تمرین اجرأ ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي؛ ګڼې پوښتنې را ولاړې شوې،چې  له ارګ نه د ولسمشر کرزي د را وتلو بدرګه په څه ډول ترسره کېدونکې ده؟

دا او دې ته ورته نورې هغه پوښتنې دي، چې ځواب ته به یې ډېرې لږ خولې خلاصې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افضل

حشمت کرزی ده رنګه له #### معلوميږي. په دی کورنۍ کی ده سړي ذامنو نسته

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x