نظــر

د تېر او اوسني نظام توپیر ته یوه لنډه کتنه

عبدالهادي بهیر

تاسو باور په خدای وکړئ هغه خلک چې د کرزي د حکومت په دوران کې په ډیرو روپیو ګټلو او یو تعداد یې په شوړو اموخته شوي وو کله چې د کرزي دوران ختم شو او د اشرف غني صیب دوران راغی نو ټولو دا خبرې او چغې شروع کړې چې ورک دې شي دا دې کَلي سره خو روپۍ ورکه شوه لکه جارو کړې یې چې وي در حال چې څه کارونه اصلاحي هم شوي وو په نظام کې د اشرف غني صیب لخوا خو خلکو نا رضایت څرګندوو ولې یو تعداد خلکو چې د غني صیب په دوران کې هم په شوړو اخته ول هغوی یې کلک ملاتړ کولو تیر فاسد نظام ته یې سوچه نظام ویلې·

ملګرو سره یوه ورځ د غني د حکومت په دوران کې په یو ټکسي موټر کې ناست وو نو د پلچرخي تالاشۍ سره دې موټروان د یوې سوالګرې خور څخه پوښتنه وکړه چې څنګه ده کاروبار مو؟ نو هغې ورته په ځواب کې وویل: ورک دې دا کَل سری شي چې دی راغلی زموږ کاروبار خراب شوی مخکې د کرزي په دوران کې به مو د ورځې د (۵۰۰۰ تر ۷۰۰۰) افغانۍ ګټلې اوس چې ډیر وشي ۵۰۰ یا ۶۰۰ روپۍ هغه هم په ډیرې سختۍ پیدا کوو.

خبره داده په تیر نظام هم خلک راضي نه ول، چا به ویل دا په حکومت ولې نه پوهیږي یو دم لیونی شي او ډیر یې په کور کېنول، ټول یې ځانته دښمنان کړل، په ملګرتیا نه پوهیږي خلکو د وینو او سرونو په قیمت ورته کمپاینونه وکړل او ده مقرر نکړل ده نه خو عبدالله ښه و وفا پکې شته خپل ملګري یې مقرر کړل او چا به ویل: چې کمزوری حکومت یې دی والي یا والسوال چې دی معرفي کړي هغوی یې بیرته راوشړي هر څوک په خپل سر خانداني والي او والسوال دی هر چا به د سلو او دوه سوه خیالي نفرو اعاشه خوړله، وزارتونه به په لکونو ډالرو خرڅیدل، وکیلان به په کمیسیون کې لکونه ډالر تیرول حتی یو تعداد به یو ورور د کوچیانو او بل ورور د دهشینو نه د پیسو په مټ کامیاب کړ، چا به ویل: دا اشرفک په اقتصاد پوهیږي په سیاست نه پوهیږي، چا به ویل: ښځه یې یهودۍ ده او ټولې ښځې یې بې دینه کړې، چا به ویل: اشرفک مسلمان ندی د خارجیانو په خوله یې اتلس کلنې جینکۍ په هر دفتر کې سکرترانې مقرر کړې، چا به ویل: دده کُلمې پلاستیکي دي نن سبا یې ګوره چې مردار شي، چا به ویل: دا کافر دی امریکا سره یې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ، چا به ویل: دا خائن دی ډیورنډ یې پاکستان سره لاسلیک کړ او همدارنګه نورې ببولالې…

هدف مې دا و چې ټول وګړي د یو هیواد په یوه ټغر کیدل او همغږي کېدل ناممکن دي، ممکن څه خلک به د یوه نظام نه راضي وي یا به یې مقصد سود وي یا د الله رضا؛ خو زه به دا ووایم نظامونه به بدلیږي او دا لړۍ به روانه وي زموږ به همېشه ډیر تاوانونه کوو خو که فکر وکړو او لاس سره یو کړو ددې اوسني نظام په هکله چې دا الحمدلله اسلامي نظام دی او ټولې کړنې یې د اسلام په چوکاټ کې دي، حق به حقدار ته سپاري، هر رنګه غلا، رشوت خوري به نه وي نو یو خوا به الله راضي وي بلخوا به مو د تېر نظام په څېر داسې نه وي چې په محدوده ساحه به مو حاکمیت وي بلکې ټوله خاوره به د نظام پورې تړلې وي د یوه امیر اطاعت به وي په حقه، په معاملاتو کې به شِفافیت وي ټګي به نه وي، غصب به نه وي، زورواکي به نه وي.

پدې باید پوه شو: اوسنۍ ګمارنې د ا.ا.ا دا موقتې دي په راروانه کې به ان شاء الله همدې ټول اصلاحات راوستي وي او د یو آزاد رقابت له لارې به وړ اشخاص ګمارل کیږي، هر قشر ته به سهم ورکول کیږي، دوی اوس پدې کار کوي چې د تېر نظام د اداري فسادونو مخه ونیسي او خلکو ته دا ثابته کړي چې حکومتولي څرنګه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx