نظــر

مبارکۍ، وسلې او مشاعرې

حفيظ الدين پيرزاده

که یې نه وایو، له غمه یې وایو؛ له کله نه چې اسلامي اما رت د افغانستان واک په لاس کې اخیستی، موږ‎ به د کارونو د سست بھیر پړ‎ہ په نورو لاملونو ور باروله.
د بیلگې په توگه: د کابینې نه اعلان په اړ‎ہ به مو ویل د کابل ھوایي میدان لا ھم د اشغالگرو په لاس کې دی، نو ځکه د کابینې اعلان ځنډیږ‎ي.
بیا ورپسې د پنجشیر بغاوت و، نو ویل به مو: لا حالات جگړ‎ہ يیز دي، تر څو پنجشیر نه وي تصفیه شوی، کابینه نه اعلانیږ‎ي.
آخر ھغه ستونزہ ھم الله عزوجل حل کړہ‎، پنجشیر آرام شو. خو بیا ھم د کابینې اعلان وځنډید.

څرنگه چې د کابینې اعلان او د چارواکیو پر دندو گمارنه د ولس لپارہ د چوپړ‎ مراجع را په گوته کوي نو ځکه تر ټولو مھم او اړ‎ین کار و.
تر څو د خلکو تر منځ تنازعات، خدمات او نورو مھمو مواردو ته سمه او په مسؤلانه توگه لاسرسی وشي.

په ھر حال، کابینه اعلان شوہ؛ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ!! البقرہ
ځنډ یې ھم ځینې منطقي توجیھات لرل چې تر ټولو ستر یې د غني او کابل ادارې ناببرہ تیښته او د قانوني تشې ایجاد و!
خو اوس دا ټول حقیقي او غیر حقیقي موانع رفع او دفع شوي، اوس د کارونو د ښه پرمختگ په مخکې ځینې نورې ستونزې دي.
زہ د ښې حکومتولۍ په لار کې د بھرنیو ستونزو په اړ‎ہ نه غږ‎یږ‎م ځکه ډیرې بھرنۍ ستونزې بھرني لاملونه لري چې حل یې د امارت په لاس کې نه دی.

په کور دننه ھم ھغه ستونزې نه یادوم چې حل یې منظم پلان او ډیر وخت نیسي بلکې د ځینو ھغو وړ‎و ستونزو لست مو مخې ته ږ‎دم چې لرې کول یې اسان او گټه یې پایدارہ او اوږ‎دہ دہ:

۱- مبارکۍ
څرنگه چې د اسلامي امارت لخوا کوم چارواکی وټاکل شي، د ملگرو، خپلوانو، وطندارانو، متعلقینو او نورو د مبارکۍ لړ‎ۍ پیل شي!
ډله ډله خلک ځي او راځي، څوک چایونه څکي، چاته میوې پر میزونو ایښي وي او څوک تصویران اخلي.
د امارت لخوا افرادو ته د مسؤلیت سپارلو مانا دا دہ چې مسؤل چارواکی به د ورکړ‎ل شوې دندې په اړ‎ہ پوښتل کیږ‎ي!
د مسؤل پر اوږ‎و په دین، دنیا کې د مواخذې دروند بار ور اچول کیږ‎ي. که زموږ‎ چارواکي په رښتینې مانا خپله دندہ مسؤلیت وبولي او یقین ولري چې مسؤلیت مواخذہ لري نو ھیڅکله به خپل وخت په مبارکیو ضائع نه کړ‎ي.

د مواخذې مبارکي ورکول او اخیستل څه مانا؟!!!
ھمداراز که سړ‎ی ورته د شریعت له نظرہ وگوري نو پوہ به شي چې دا مبارکي ھیڅ شرعي اصل نه لري، پیغمبر علیه السلام فرمایي: ( من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد ) متفق علیه.

بله مھمه خبرہ دا دہ چې دې چارواکیو خپل رسمي وخت په اسلامي امارت خرڅ کړ‎ی چې امارت ھم د ځینو امتیازاتو په بدل کې ھغوی د ولس خدمت ته استخدام کړ‎ي.
اوس که ھر چارواکی خپل خرڅ شوی وخت په نور څه مصرفوي نو دا کار په منطقي لحاظ خیانت حسابیږ‎ي.
( لمونځ او ځینې شرعي مکلفیتونه مستثنا دي ).
سرہ له دې چې په اوسني نظام کې زما ډیر ملگري لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي دي، خو ما لله الحمد ھیڅ یوہ ته د مبارکۍ لپارہ زنگ نه دی وھلی بلکې په زړ‎ہ کې مې ورته د دې دروند مسؤلیت د وړ‎لو توفیق غوښتی!
و الله علی ما نقول وکیل. سورت القصص

۲- وسلې
دا یو بل غلط دود دی چې یواځې د امارت چارواکیو رواج کړ‎ی!
د شمالي کوریا مشر کیم جونگ یا د روسیې ولادیمیر پوتین ښایي د ځمکې پر مخ تر ټولو ډیر دښمن لرونکي مشران وي چې د محافظینو شمیر یې په زرونو دی؛ خو د ھغوی تر شا ھم د رسمي ملاقاتونو پر مھال وسله وال ځوانان نه لیدل کیږ‎ي، نه پوھیږ‎م زموږ‎ د مشرانو تر شا د رسمي ملاقاتونو پر مھال پخپل کور او دفتر کې د بھرني میلمه په موجودیت کې د وسلو دا رنگ نمائش د څه شي یا کوم کلتور استازیتوب کوي؟!
تر دې بدہ یې لا دا چې د چارواکیو او وسله والو په ھمدې حسین امتزاج کې د مجالسو میزونه د کاغذونو او کاري وسایلو پر ځای د وچو او لمدو میوو پر پیشقابونو سینگار شوي وي او د میزونو لاندې ځایونه پر تفدانیانو!!!

عالیقدر مشرہ!
تا سرہ یو مھال وسله ښه ښکاریدہ، د اشغال زمانه وہ خو اوس ھغه پیر تیر شوی، اشغال شرمیدلې ماته خوړ‎لې او تښتیدلی!
ستا له ټوپکه لوگی خو اوس د ټوپک پر ځای قلم په لاس کې واخله!
ھمدغه د ولس توقع دہ، ولس په ھمدې خوشالیږ‎ي او د الله عزوجل رضا د ولس په خوښۍ کې پرته دہ!

مشاعرې:
زہ خپله کله نا کله مات گوډ شعر لیکم. شعر، شاعر، مشاعرې او ادبي بحثونه مې ډیر زیات خوښیږ‎ي خو په اوسنیو حالاتو کې د مشاعرو، فاتحو او نورو لویو غونډو مخالف یم، ځکه چې:
۱- اسلامي امارت په ناپلان شوي توگه کابل او نور ښارونه ونیول، داعش، د شمال لنډہ غر او د اسلامي امارت نور دښمنان لا مسلح په غارونو کې پټ په دې څار کې ناست دي چې د امارت لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي په نښه کړ‎ي.

مشاعرې فاتحې او دا رنگ نورې غونډې له دې شر پسندو عناصرو سرہ د موخو په تر لاسه کولو کې مرسته کوي، چې د ذبیح الله مجاھد صیب د مور په فاتحه کې د حادثې را منځته کیدل یې تر ټولو روښانه بیلگه دہ!
تر څو یوہ عمومي تصفیه نه وي شوې، بې ضرورته د داسې غونډو جوړ‎ونه مناسب کار نه دی!

۲- ولس وږ‎ی دی، مقھور دی، مظلوم دی! مشاعرې او فاتحې د ھغوی ھیڅ رنځ نه شي دوا کولای.
ھمدا ولس و چې امارت یې د افغانستان پر تخت کیناوہ خو آیا د دې ھر څه په بدل کې د امارت مشران خپل ولس ته مشاعرې ورکوي؟!
ولس د امارت تر شا اوس ھم ولاړ‎ دی خو پر مشاعرو، نمایشي فاتحو او نورو دا رنگ غونډو پر مھال د حال پر ژبه د مرحوم اقبال لاھوري دا شعر د پوښتنې په توگه د امارت مشرانو ته مخې ته ږ‎دي.

طعن اغیار ہے رسوائی ہے ناداری ہے
کیا ترے نام پہ مرنے کا عوض خواری ہے

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ

ھیله دہ ملگري راڅخه ماڼیجڼ نه شي!
___________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۴/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

پیرزاد وروره یو دوه به زه هم که ستا اجازه وي در اضافه کړم البته (ان ارید الاالاصلاح). ۱- د دولتي نظامي موټرونو په رڼا ورځ د لایټونو له لګولو سره او د لوړ غږ ترانو سره زغلول خصوصا د لوګر پکتیا په لار. ۲- د شپې د کابل په ښار کې د امنیتي ګزمو په وخت کې په لوړ غږ له لوډ سپیکرو څخه په موټرو کې د ترانو لوړ غږول چې د خلکو راحت ته یې سخت زیان اړولی دی. ۳- ځیني هغه مشران چې نوي په ادارو کې د رئیسانو په توګه معرفي شوي دي پر خپلو… نور لوستل »

احمد

پیر زاده صاحب د یوه تکړه لیکوال او مخلص انسان په صفت هیله لرم چې داصلاح په نیت خپله اعتراضونه وخت په وخت دمسؤلینو تر غوږونو ور ورسوې مشکلات نور هم شته ته ماشاءالله تکړه او ذیرک انسان یې چې ممکن لږ وخت کې ډیر نور څه هم پیدا کړي .او که په دغو نیوکو اصلاح رامنځ ته شي نو دې ملت لپاره به دستونځو حل وګرځي

Abdul Majid

طالبان هرهغه افغان ته چه په تيروشلو کلو کي افغانستان کي اوسيدلي يايي تير حکومت سره کار کړي دشک په سترګه ګوري فقط ځانونه ورته سهي مسلمانان ښکاري خوداسي نده افغانان مسلمانان وو اودي۰دوي ته حق ورکړۍ چه وطن اوملت ته کار وکړي دملت غوښتنو ته غوږکيدۍ که نه د همدي ملت قار سره به مخ شۍ۰زه خو چه د دوي کړنو ته ګورم په سمه نه بلکه په کږه روان دي که دا حال پدي شکل دوام ومومي خداي دي نکړي پس له يوه کاله به مو پوهنتونونه او ښوونځي شړ، بريښنا او تيليفون به نه وي،پيسه به مو… نور لوستل »

شالو

زه به هم خپل نظر او پشنهاد در سره شریک کړم که ستاسی خوا نبدیژی هغه داچه بعضی حضرات خپلی ښایسته ژیری توروی او بریتونه یی ډیر ډير اوژده ( ۱۰ یا ۲۰ سانتی به وی) دی. اوس خو جنګ نشته که دوی خپلی ژیری همداسی په طبعی حال پریژدی او بریتونه کم کړی نو ښه به ایسی. والله اعلم

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx